اسلام آباد۔15ستمبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز ??اد?? وئيلي دي چې د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره قوي او متحرک جمهوري نظام ضروري دے، اولس ته د خپلې مشرتا??ه ټاكلو حق وركول د جمهوريت بنيادي خصوصيت دے۔ ده د ??تو??ر په ورځ د جمهوريت نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کښې ووئیل چې د هېواد پرمختګ او سوکالۍ لپاره یو پیاوړی او متحرک جمهوري نظام ضروري دے٬ اولس ته د خپلې مشرتا??ه ټاكلو حق وركول د جمهوريت بنيادي خصوصيت دے۔ اولسي نمائندګان د اولسي حقونو تحفظ او خېر ښېګړې له قانون سازي كوي۔ ده ووئيل جمهوريت د بيان د آزادۍ او د اساسي بشري حقونو ضمانت وركوؤنكے دے٬ له جمهوري نظام پرته د هېواد پرمختګ ممكن نه دے ?? سياسي ګوندونه بايد خپل منځه اختلافات هېر کړي او د هېواد د ګټو لپاره دې متحد رول ولوبوي۔ سردار ایاز ??اد?? ووئیل چې په جمهوري نظام کښې د ستونزو حل د خبرو اترو او دوه اړخیزې مشورې له لارې موندل کیږي، د ستونزو حل تل د دوه اړخیزې مشورې له لارې ممکن دے، زمونږ دین هم د مشورې په اهمیت ټینګار کوي چې د جمهوريت اساسي اصول دے۔