اسلام آباد۔14ستمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي چې پاکستان د بالس??يك توغنديو له پروګرام سره د مبينه تړون په تور په تجارتي ادارو د بنديزونو لګولو امريكائي پرېكړه متعصبانه او سياسي محرك ګرځوي۔ د پاكستان د بالس??يك توغنديو له پروګرام سره د مبينه تړون په تور په تجارتي ادارو د بنديزونو لګولو امريكائي پرېكړې په اړه د ميډيا د پوښتنو په ځواب كښې د?? ووئيل په تېر وخت كښې هم د تجارتي ادارو دا ډول فهرستونه د شك او شبې په بنياد جوړ كړې شوي وو٬ په هغې كښې داسې څيزونه شامل وو كوم چې د كوم هم اېكسپورټ كنټورل ريجيم لخوا په فهرست كښې شامل نه وو۔ دا خبره ټولو ته ښه معلومه ده چې ځينې هېوادونو د جوهري عدم خپرونې په اصولو سختۍ سره د عم?? كولو ادعا كولو سره خپلو خوښو رياستونو ته عصري پوځي ټېكنالوجي لپاره د لائسنسنګ شرطونه آسانۍ سره ختم كړل۔ وياند ووئيل دا ډول دوه مخيزه معيار او امتياز سلوك د عدم خپرونې حوالې سره د حكومتونو وقار ته زيان رسوي۔ دا پوځي عدم مساوات سوا كوي او نړيوال امن او سلامتيا خطر س??ه مخ كوي۔