پېښور 02 اګست (ا?? پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي په ايډورډز کالج كښې د فاټا اسټوډنټس لپاره په سکالرشپس سکيم كښې د ضم شوو ضلعو زده كوٶنكو ته د پام لرنې كولو سره سپارښتنه كښې وئيلي دي د فاټا سکالر شپ سکيم له مخې دې داسې زده كوٶنكو ته په ايډورډز کالج كښې سکالرشپ وركړے شي چا چې په ضم شوو ضلعو كښې زده كړه كړې و??۔ د دې خيال??تو څرګندونه ده ايډورډز کالج د بورډ آف ګورنرز د غونډې مشرۍ په مهال وكړه ۔ په غونډه كښې د غلام اسحاق خان انسټيټيوټ سي اي او شکيل دراني او د تعليم ماهر ډاکټر قبله اياز په خاص توګه ګ??ون وكړو۔ په غونډه كښې د پېښور بشپ سرفراز همفر?? پيټر، کمشنر رياض محسود، پرنسپل ايډورډز کالج پروفيسر شجاعت علي، د ګورنر پرنسپل سيکرټري مظهر ارشاد، د پېښور پوهنتون وائس چانسلر پروفيسر ډاکټرنعيم قاضي، د هائر ايجوکيشن ډيپارټمنټ ډائريکټر ډاکټر فريدالله شاه،د لوړو زده كړو څانګې٬ او د خزانې څانګې نمائندګانو پشمول د بورډ نورو غړو او اړوندو چارواكو ګ??ون وكړو۔