اسلام ??با?? 26 جولائي (اے پي پي)پاكستان پيپلز پارټۍ سنټرل سېكرټرېټ كښې د صدر مملكت آصف علي زرداري د 69مه سالګرې دسوره وكړه۔د دستورې مشري د سېكرټرېټ سنټرل انچارج سيد سبط الحيدر بخاري وكړه او خاص مېلمه د پيپلز ليبر بيورو انچارج او د سي اي سي غړے چوهدري منظور احمد٬د قامي اسمبلۍ غړے نويد عامر جيو او راجه عمران اشرف وو۔نورو مېلمنو كښې نرګس فيض ملك٬افتخار شهزاده٬د پینډۍ او اسلام ??با?? عهديداران شامل وو۔دستورې ته خطاب كولو په مهال ??شرانو ووئيل آصف علي زرداري د بي بي ش??يد?? شهادت نه پس په سختو حالاتو كښې ګوند په يو داسې تحريك بدل كړو چې نه يوازې د پاكستان اتحاد بل??ې د قامي سلامتيا نمائندګي كوي٬د اتلسم بدلون د لارې 1973 آئين بحالولو سره آصف علي زرداري نه يوازې و??اق?? پارليماني جمهوري نظام ته تقويت وركړو بلكې صدارتي اختيارات منتقل كولو سره ئې غېر سياسي قواؤ لپاره ګورننس كښې د مداخلت موقعې كمې كړې ۔مشرانو د صدر مملكت د مفاهمت نقطه نظر ي ومهم سنګ ميل وګرځولو او په جمهوريت او د خلقو د حقونو په هلو ځلو ئې زور راوړو۔