اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف اپوزيشن ته د روغې جوړې بلنه وركولو سره وئيلي دي راځۍ چې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره ټول په ګډه خبرو اترو ته كېښنو ٬ د پي ټي آئي باني چيئرمېن ته كه په زندان كښې ستونزې ورمخې ت?? وي نو خبر دې راكړي٬ د كېنسر رنځ لرلو باوجود ما په زندان كښې نه دي ژړلي٬ مونږ نه غواړو چې كوم زياتي مونږ سره شوي ھغه دوي سره هم اوشي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سني اتحاد کونسل غړي علي محمد خان لخوا د كابينه ډويژن په مطالبات زر د كمي په تحريك بحث كولو سره د پورته كړو نكاتو په ځواب وزيراعظم ووئيل د علي محمد خان لپاره زما په زړه كښې ډېر احترام دے٬ دوي سره د كال 2018 اسمبلۍ راهسې ښه تعلق لرم، مونږ د كال 2018 د انتخابات نتيجې باوجود د ګېلو منلې وې بلكې دې ايوان ته هم راغلي وو٬ ما د اپوزيشن ليډر په حېث خپل وړومبي تقرير كښې د ميثاق جمهوريت په ډول د ميثاق معيشت وړاندېز وركړے خو زمونږ دغې وړاندېز ته سپك وكتل شول او رد كړے شو ٬ ده ووئېل په دې ايوان كښې چې كومې چغې سورې وهلې شوي ھغه زمونږ د تاريخ يو تور باب دے۔ ده ووئيل مونږ د سياسي او يوې هم څاڼكې سره د تعلق لرونكې يو كس سره هم د زياتي كولو په حق كښې نه يو٬ د انصاف تله درنه پكار ده۔ وزيراعظم ووئيل په دغه وخت كښې د اسمبلۍ په دوېم كال بجټ بحث په مهال ما خپل تقرير كښې د ميثاق معيشت وړاندېز وركړے ؤ خو بيا هم زمونږ وړاندېز مسترد كړے شو او توهين آميز چغې ووهلې شوې۔ ده ووئيل دې ايوان له كتل پكار دي چې د دې تريخوالي ذمه وار څوك دي٬ نن د خپلواكۍ 76 كاله تېرېدو نه پس هم مونږ هلته ولاړ يو چرته چې مونږ يو بل سره د ستړې مشو كولو نه هم ېرېږو۔ ده ووئيل په دې ايوانونو كښې په ماضي كښې په يو بل بلها تنقيد هم شوے ٶ٬ د يو بل مخالفت هم شوے ٶ خو د هغې باوجود به د يو بل په غم دړد كښې شريك كېدلو۔ ده ووئيل كه باني چيئرمېن ته په زندان كښې ستونزې ورمخې ت?? وي نو مونږ دې اګاه كړي۔ ده يو ځل به په ګډه ناسته سره د چارو سمولو وړاندېز وركولو سره ووئيل علي محمد خان له په خپل تقرير كښې د دې خبرې هم ذكر پكار ؤ چې كله زما مور پحق ورسېده ھغه وخت زه په زندان كښې ووم او په دغه ورځ زما پېشي وه٬ ما د زندان سپرنټنډنټ څخه د پيشۍ نه استنثا وغوښتله خو ھغه انكار وكړو او وې وئيل چې مونږ ته امر دے چې دا عدالت ته وړاندې كړئ، بيا زه ?? بن??يو??نو په ګاډي كښې پېشۍ له بوتللے شوم۔ وزيراعظم ووئيل زما كېنسر ٶ خو بيا هم ما كله داسې نه وٶ ژړلي٬ كله چې زه ?? مور د مرګ په ورځ عدالت ته وړاندې كړے شوم نو زما وكيل هم استثنا وغوښته خو د وخت جج ووئيل چې ګواهان رابللې شوي په هر صورت به بيان رېكارډ كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل خواجه آصف او د رانا ثناء الله پشمول سياسي بن??يو??ن په زمكه سملولې شول٬ انډر ټرائل بن??يو??نو او د سزاوارو تورنو په حقونو كښې فرق وي٬ مونږ ټول انډر ټرائل بن??يو??ن وٶ٬ خو مونږ ته د داروګانو او خوراك رواړلو اجازه نه وه۔ ده ووئيل مونږ نه غواړو چې مونږ سره شوي زياتۍ دوي سره اوشي، هېواد مخ په وړاندې بوتللو او د پرمختګ او سوكالۍ لپاره مونږ دوي ته بيا بلنه وركوٶ چې راځۍ په ګډه خبره وكړو ځكه چې دې نه علاوه بله لاره نشته۔