لندن۔30 مئی(اے پی پی) داخله وزير او د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي وئيلي دي چې د كركټ ملي لوبډلې لوبغاړي عزم لري چې هغوي به د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي٬ هر يو پاكستانے و??ړے دوئي ته باور وركړي چې له ګټې او ??اتې خوړلو پرته هغوي خپلې ملي لوبډلې سره دي٬ دې اپروچ سره به لوبغاړي باور لرم چې امريكا څخه نړيوال كپ ګټلو سره هېواد ته بېرته راشي۔ ده په پاكستان هاؤس كښې په برطانيه كښې د پاكستاني هائي كمشنر ډا??ټر فيصل لخوا د قومي كركټ لوبډلې په درناوي كښې راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د لندن مئير صادق خان ٬ په پاكستان كښې د برطانيې هائي كمشنر جين ميرېټ ، پخواني نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ، د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي او ??ه برطانيه كښې مېشته ګن شمېر پاكستانيانو ګډون وكړو۔ وفاقی وزیر محسن نقوی د دستورې خاص مېلما وو۔ ده ووئيل ملي لوبډله دا مهال د اولس ملاتړ ته اړتيا لري۔ دوئي بايد په خپله ملي ډله باور ولري۔ دوئي به ښه لوبه وړاندې كړي او ??يله دې لري چې دوئي به نړيوال كپ په خپل نوم كړي۔ د لندن میئر صادق خان او ??ه برطانیه كښې د پاكستان هائي كمشنر هم دستورې ته خطاب وكړو۔ وفاقی وزیر دستوره كښې په ګډون كولو د میئر صادق خان او ??ائي كمشنر جين مېرېټ مننه وكړه۔ دستوره كښې ګډون كوؤنكو لوبغاړو څخه آټوګراف واخست او ??غوي سره يۍ عكسونه وويستل۔