اسلام آباد23اپرېل(اے پی پی)د رياستونو او سرحدي سيمو وفاقي وزير انجينئر امير ??قام وئېلي دي مونږ د افغان كډوالو پخپله خوښه بېرته هېواد ته د ستنېدو عزم لرو ۔ده دا خبره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر فليپو ګرانډي سره د زوم غونډې په مهال وكړه ۔وفاقي وزير ??وئيل د پاكستان حكومت د افغان كډوالو مسئلو حل لپاره سنجيده دے۔وفاقي وزير ??وئيل مونږ افغان كډوالو لپاره د يو اېن اېچ سي آر په جاري مرسته مننه كوو٬مونږ به د افغان كډوالو په رضا كارانه توګه او په عزت سره خپل هېواد ته بېرته تلل آسانوو۔وفاقي وزير ??وئيل د افغان كډوالو ضروريات پوره كولو لپاره د ډېرو وسائلو ضرورت دے۔د ??و اېن اېچ سي آر په مشرۍ كښې په نړيوال ورورو??ۍ زور راوړو چې هغه د دې بحران زيات ش??و ضروريات پوره كولو لپاره مرسته زياته كړي۔ده ووئيل مونږ په دې اړه خپلې شريكې هڅې مخ په وړاندې بوتللو لپاره په نړيوال فورمز او غونډو كښې د ګډون خوښي لرو۔