اسلام آباد۔18مارچ (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری سره د متحده عرب ??مارات سفير عماد ابراهيم سليم الزابي ملاقات وكړو په كوم كښې چې صدر مملكت متحده عرب ??مارات سره د دوه اړخيزه مرستې په څانګو كښې د اړيكو لا زياتولو په حاجت زور راوړو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملکت آصف علی زرداری د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې ووئيل د تجارت، معیشت، هوابازی، د ِتجدید وړ توان، د موسمیاتی بدلون او د بشري وسائلو پرمختګ څانګو كښې همكارۍ ته به وده وركول وي٬ د ایئربس اے 380 کمرشل پروازونو په شمول د هوابازۍ څانګه كښې همكاري زياتولو ته اړتيا ده چې و??سره به په متحده عرب ??مارات كښې مېشته پاكستانيانو ته سهولت ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاكستان او متحده عرب ??مارات له به د کاربن کرډېټس مارکیټ څخه ګټه پورته كول وي۔ صدر مملكت ووئيل صدر مملکت پاکستان او متحدہ عرب ??مارات د كركيلې په څانګه كښې همكارۍ ته اړتيا لري۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلونونو د لاسه د غذائي تحفظ مسئله سيمې لپاره د اندېښنې وړ ده۔ اماراتي سفير ووئيل متحده عرب ??مارات د پاكستان د پرمختګ عزم لري٬ پاكستان سره به يو برابر ولاړ پاتے كيږي٬ د پاكستان او متحده عرب ??مارات ترمينځه د موجوده دوه اړخيزه اړيكو په اسټرېټجک پارټنرشپ كښې بدلولو ته اړتيا ده۔ په دې موقعه د متحده عرب ??مارات سفير اقتصادي سفارت كارۍ ته د پام په ګرځولو زور راوړلو سره ووئيل د متحده عرب ??مارات سترې كمپنۍ د پاكستان په بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي لري، متحدہ عرب ??مارات په دې و??وستيو كښې د ماحولیاتی کنفرنس كوربتوب وكړو٬ متحدہ عرب ??مارات “لاس اېنډ ډېمج” فنډ لپاره د 100 ملين ډالرو وعده وكړه۔ اماراتي سفير صدر مملكت ته په دويم ځل د صدر په جوړېدو مباركي وركړه۔ سفیر ده لپاره د متحده عرب ??مارات د مشرتابه او اولس لخوا د نېكو هيلو ??رګ??دونه هم وكړه۔ اماراتی سفیر صدر مملکت ته د متحده عرب ??مارات د دورې بلنه وركړه كومه چې صدر مملكت قبوله كړه۔ صدر د مباركۍ په پېغام كښې د متحده عرب ??مارات د مشرتابه مننه وكړه۔ ده ووئيل متحدہ عرب ??مارات زما زړه ته زيات نزدے هېواد دے۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو په حاجت زور هم راوړو۔