پېنډۍ 08 مارچ (اے پي پي) پاك بحريه ??ه دوحه كښې په نړيوال مېري ټائم ډيفنس نندارتون كښې (DIMDEX 24) كښې ګډون كړې٬ د پاك بحريه بېړۍ پي اېن اېس تبوك او آبدوز خ??لد په دفاعي نندارتون كښې ګډون كړې۔ تېره ورځ د آئي اېس پي آر له مخې حماد بندرځائ ته په رسېدو د پاكستان دفاعي اتاشي ا?? د قطر د بحريه چارواكو د پاك بحريه د بېړۍ او آبدوز هركلے وكړو٬ د پاك بحريه ??لاوي د قطر او دوست هېوادونو عسكري چاروا??و سره ملاقاتونه كړي ا?? د شريكې خوښې په دوه اړخيزه مرسته ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د يادونې وړ ده چې په نندارتون كښې شريك د بحريه ځواكونو د اعلٰې چارواكو پشمول د روسيه د بحريه ??مانډر انچيف او د ترکيه د فليټ کمانډر د پي اېن اېس تبوك دوره كړې۔ د پاك بحريه ??ه دې دفاعي نندارتون كښې ګډون س??ه به د پاك قطر دوه اړخيزه اړيكې لا وده وكړي۔