اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) نګران داخله وزير ډاكټر ګوهر اعجاز وئيلي دي چې د امنيتي اندېښونو له امله د ټاكن?? په ورځ موبائل سروس او انټرنېټ بند كړے شو٬ اولس لپاره په زړه پورې چاپېريال كښې د ټاكنو باوري كول د داخله وزارت ٬ پاك پوځ او د امنيتي ځواكونو ذمه واري وه٬ موبائل سروس او د انټرنېټ بن??ول?? پرېكړه دې د ټاكنو عمل سره ونه تړلې شي۔ د نګران حكومت په زړه كښې كوم خيرې نه وو٬ اولس چې چاته ووټ وركړې دې د هغې نتيجې راروانې دي۔ ده د جمعې په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ داخله وزير ووئيل چې د فرورۍ په 8 مه نېټه زمونږ لپاره تر ټولو لويه ورځ وه٬ دې څخه يوه ورځ وړاندې په 7 مه فرورۍ د ترهګرۍ دوه لويې پېښې رامخې ته شوې په كومو كښې چې 28 كسان شهيدان شول۔ د لوړې كچه غونډه كښې په دې غور وشو ??ې د زرګونو او لكھون?? په شمېر خلككو تحفظ څنګه باوري كړې شوي دي۔ د موبائل او انټرنېټ بن??ول?? پرېكړه آسانه نه وه٬ د دې نه خبر وو چې هر اړخ نه به غږ پورته كېږي۔ ده ووئيل د امنيتي ايجنس?? په سپارښتنه داسې وكړې شوو۔ ده ووئيل د دې باوجود په ګرد هېواد كښې 56 پېښې رامخې ته شوې په كومو كښې چې 3 پوځي اهلكار ٬ د ليويز 2 ځوانان ٬ 7 پوليس اهلكار او د دوه ماشومان?? په شمول 4 وګړي شهيد شول۔ ده ووئيل د ټاكنو نتيجې د ټولو وړاندې دي٬ اولس چې چا ته ووټ وركړو د هغې نتيجې رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل اولس ته په ښه ټاكنو مباركي وركوم۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د لكھون?? په شمېر خلكو ځانونه بچ كولو له مو د موبائل سروس او انټرنېټ بن??ول?? پرېكړه وكړه۔ ده ووئيل مونږ له به ګردې نړۍ ته دا ټ??كنې په مثبت ډول ښودل وي۔ ده ووئيل چې كله مونږ ته اطلاع ترلاسه شوه چې بېلټ باکس وړونكې په نښه كولو له منصوبه بندي شوې ده نو د دغې خلكو ژوند محفوظ كول ضروري وو