اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) ?? پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ پرنسپل انفارمېشن آفیسر ډاکټر طارق محمود خان وئيلي دي چې هندوستان په مقبوضه كشمير ??ښې په تش لاسه وګړ?? ظلم او زياتې روان ساتلے دے ٬ د طاقت دلارې څوك د كشميري اولس غږ غلې كولې نه شي٬ د ملګرو ملتونو قراردادونه ښكاره دي ٬ كشميري وګړو ته به د آزادې او سپېځلې استصواب رايې د لارې د خپلواكۍ حق وركړې شي دغسې چې هغوي د خپل سباؤن په اړه پړېكړه وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ?? پرېس انفارمېش ډيپارټمنټ تراهتمام لاندې د فرورۍ 5 مه نېټه د كشمير يووالي و رځې په توګه د لماځلو په لړ ??ښې سيمينار ته خپل خطاب ??ښې وكړه۔ ده ووئيل د 5 فرورۍ مناسبت سره دا يوه ځانګړې دستوره ده كومه چې د پاكستان حكومت او د كشمير ميډيا سېل په ګډه تابيا كړې ده۔ ده ووئيل په نړيواله كچه د هند اصل څيره په ډاګه كول د پاكستان او كشميري وګړو ذمه واريده۔ ده د وزيراعظم د خاص مرستيالې مشعال ملك مننه و كړه كومې چې په دې دستوره كښی خصوصي ګډون وكړو۔ په دې مهال خپل خطاب ??ښې مشعال ملك ووئيل پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د جموں وكشمير د مسلمانانو د منصفان?? هڅو سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ سیمینار ??ښې دانشورانو ٬ سول سوسائټۍ ٬ وكليان او ګڼ شمېر خبريالانو ګډون وكړو۔