لاهور 02 جنوري (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي رياست به چا له هم د سياسي٬نسلي او مذهبي اختلافات په بنياد د تشدد او د خلقو د وژلو اجازه ورنه كړي٬امن او امان باور كول د رياست ذمه واري ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د بيكن هاؤس نېشنل يونيورسټي لاهور زده كوونكو سره په خبرو ??ښې كړې۔د يونيورسټي فيكلټۍ غړي او زده كوونكي په ګڼ شمېر په دې موقع موجود وو۔ په دې مهال وزيراعظم د زده كوونكو د پوښتنو ځوابونه وركړل ۔انوار الحق كاكړ ووئيل امن او امان په ځاے ساتل د رياست وړ??مبي ذمه واري ده او زه تاسو له باور دركوم چې داسې عناصر به د پاكستان په رياست چرته هم غالب نشي۔وزيراعظم د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې د خپل نقطه نظر وضاحت ??ښې ووئېل څوك جې په رياست او اولس بريد كوي هغوي ته به بشپړ ځواب ترلاسه كېږي۔وزيراعظم ووئيل حكومت به هېواد ??ښې د رياست او عامو وګړو په ضد د جنګ او ترهه ګرو او عسكريت خوښو له د خلقو د وژلو اجازه نه وركوي۔ده ووئيل مونږ د هغه ترهه ګرو چېلنج قبول كړے او په بشپر طاقت به هغوي له ځواب وركولے شي۔د معيشت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل ټيكس محصولات د اولس په خېرښېګړه خرڅ كړے كېږي٬د هېواد په آمدن او خرڅ ??ښې فرق ډېر زيات دے٬د ټيكس وصولۍ په شرح ??ښې اضافه ډېره ضروري ده٬په هېواد ??ښې 10 زره اربه روپۍ ټيكس غلا كېږي٬ ده ووئېل د ټيكس په شرح ??ښې كمے لويې چېلنج دے٬د تعليم روغتيا او نورو آسانيو لپاره ټیکسیشن مربوط نظام ته ضرورت دے ٬په پاكستان ??ښې د جي ډي پي تناسب څخه د ټيكس شرح 9 فيصد ده٬ ده ووئېل په نګران حكومت ??ښې اېف بي آر خپل ټيكس هدف سر كړے ٬مونږ له به ګورننس نظام ??ښې ښه والے راوستل وي۔ده ووئيل د معيشت قوي كولو لپاره تر ټولو وړ??مبے او تر ټولو مهم ضرورت دا دے چې د ټيكس يو قوي نظام وضع كړی شي۔ده د بيورو كريسي ډهانچې او ګورننس نظام ??ښې د ښه والي راوستو په ضرورت هم زور راوړو۔د غزه په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې نګران وزيراعظم ووئيل اسرائيل د ظلم او بربريت مظاهره كوي٬د نوې كال دستورې نه لمانځلو مقصد نړۍ د فلسطينيانو د ظلم څخه خبرول وو٬په فلسطين ??ښې د روانې خونريزۍ بشپړه غندنه كوو٬پاكستان د فلسطين په مسئله د او آئي سي پشمول په ټولو نړيوالو فورمونو خبره كړې او د اروپاﺀ٬امريكې او نورو هېوادونو سفارتكار ئې خبر كړي كه چرې د اسرائيل لخوا دا ډول رويه روانه وه نو په فلسطين ??ښې به د ظلم او تشدد څخه يو نيم ارب مسلمانان د انتهاخوښۍ ښكار شي٬ ده ووئېل زمونږ وړ??مبي غوښتنه د جنوني جنګ خاتمه ده٬د پاكستان عسكري مشرتابه هم په دې مسئله د امريكې سره خبره كړی۔ده د افسوس سره ووئيل چې په غزه ??ښې تراوسه نزدې 9000 ماشومان مړه شوي دي ۔وزیراعظم وئېلې دي نړۍ د يو خپلواكه فلسطین خبره كوي د كوم سرحدونه چې د جون 1967 نه د وړاندې وختونو تر مخه وي او د كوم پايه تخت چې القدس شریف وي ۔ ده د دې خبرې پخلے وكړو چې پاکستان د فلسطین په موقف د هغوي سره په حقیقي توګه ع??م لري او د هغوي پیغام رسولو له ټولې سفارتې زريعې کاروي۔ اسلام آباد ??ښې د بلوڅو كورنيو احتجاج په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې ده ووئېل په ټوله نړۍ ??ښې د آئین او قانون تر مخه احتجاج او مظاهرې كول بنیادي حق دے خو چې كله د دغې اصولو خلاف ورزۍ شوې نو بيا قانون په حرکت ??ښې راغلے۔ ده ووئېل د بلوڅو مظاهرچيانو په ضد د واټر کینن په كارېدو ډېر زيات تنقید وشو خو زه په اروپائي هېوادونو ??ښې د دغې د كارولو نزدې د 200 نه د زياتو پیښو حواله وركولې شم ۔ نګران وزیراعظم ووئېل د قانون نافذ کوونكو ادارو په ځان د كاڼرو ورېدو په ځواب ??ښې کارروائي كړې ۔ ده ووئېل ټول نيولے شوي وروستو پړیښودلې شوي وو ۔ده ووئېل مېرمنو د نیشنل پریس کلب اسلام آباد په وړاندې احتجاج کولو كوم چې د هغوي حق ؤ ،حکومت قانون نافذ کوي هغه كه د چا خوښ يا نه۔ وزیراعظم د يو طالب علم د خبرو سره اتفاق وكړو چې په هېواد ??ښې په ع??التي نظام ??ښې د لا ښه والي راوستو ضرورت دے۔ دغسې ده په رويو ??ښې په بدلون او په ټولو د قوانین په يو ډول اطلاق هم زور راوړو۔ انوار الحق کاکړ ووئېل ځوانانو سره په خبرو كولو عمر له خوشحالېږم، ځوانان د هېواد سباون دے ، ځوانانو له په قامي ترقۍ ??ښې خپل په زړه پورې کردار ادا کول غواړي او ځوانانو له په نړۍ ??ښې د شته موقعو څخه استفادہ کول غواړي ۔ ده ووئېل هېواد څخه د زيركو ځوانانو تلل برین ډرین نه دے بلكې دا زمونږ اثاثه ده ، ده ووئېل زمونږ د زيركو ځوانانو بهر تلل زمونږ کامیابي ده ،مونږ له د بشري وسائلو پرمختګ ته پام لرنه كول غواړي ٬ هنر مندي په بشري وسائلو ??ښې د هېواد د زر مبادله ذریعه جوړېږي ۔ ده دې خبرې سره اتفاق وكړو چې میډیکل ایجوکیشن ??ښې د ښه اصول او ضابطو كمے دے ، د ذهني صحت مسئلې حل له نګران حکومت قانون سازي نشي كولې خو راتلونكې حکومت له د سفارشات مسودہ جوړولې شي ۔ نګران وزیراعظم ووئېل پاکستان ??ښې جمهوریت د ارتقائي عمل نه تېرېږي ۔ ده ووئېل غیر جمهوری قوتونه زياتره د جمهوري نظام د كاركردګۍ نشتوالي نه ګټه پورته كوي ۔ ده په دې خبره افسوس څرګند كړو چې د جمهوریت اصول هغه خلقو پامال کړي چا چې دا ځان له ګټور نه ګنړل، ده ووئېل په ځېنې مسائلو د مکمل بحث کولو ضرورت دے او ځلمو ته مشورہ ده چې رېښتونې جوړ شي او د هېواد د مسائلو حقیقي حل لټولو له هڅې وكړي ۔ وزیراعظم ووئېل بلوچستان ??ښې غیر ریاستي عناصر او ترهه ګر خلق وژني ۔ ده ووئېل ریاست د تشدد ځواب وركولو بشپړ حق لري ۔