اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) د آئي ټي نګران وفاقي وزير عمر سېف وئيلي دي وفاقي كابينې آئي ټي څانګې لپاره د 3 پالېسيو منظوري وركړې ٬ په هېواد كښې سائبر اسپېس محفوظولو له به نېشنل سائبر کرائم انوېسټی ګېشن اتھارټی جوړولې شي ٬ په هېواد كښې به ډېر زر فائیو جی ټېکنالوجی معارفي كړې شي۔ ده د وفاقي كابينې غونډې څخه وروستو وفاقي وزيرانو سره په ګډه ميډيا ته بريفنګ وركولو۔ د آئي ټي وفاقي وزير عمر سېف ووئيل نن كابينې درې سترې پرېكړې كړي ۔ كابينې د آئي ټي سېكټر په اړه پاكستان كښې اولنۍ سپېس پالېسی منظور كړې ك??مه چې زياته ضروري ده۔ ده ووئيل كابينې څخه د سپېس پالېسۍ منظورېدو سره به اوس پرائیوېټ سېکټر هم دې څانګه كښې سروسز برابروي او په دې كښې يو شمېر كمپنۍ دا سروسز آفر كوي۔ ده ووئيل مونږ چې ك??مه پالېسي جوړه كړی هغه متوازن ده۔ ده ووئيل په پاكستان كښې په راروانو دوو مياشتو كښې به نجي ??مپنۍ خپل سروسز آفر كول پېل كړي چې ورسره به د سپېس پالېسۍ لاندې د سپارکو نېشنل سپېس پروګرام ته تحفظ ترلاسه شي او دې لپاره به فنډنګ رامخې ته كړې شي دغسې چې دې كښې لا جدت راوستلے شي۔ ده ووئيل د سائبر کرائم پېښو تحقيقات لپاره يوه نوې ايجنسي جوړه كړې شوې چې نامه يۍ نېشنل سائبر کرائم انوېسټی ګېشن اتھارټی ده۔ كابينې نن د دې هم منظوري وركړې ۔ ده ووئيل كابينې د فائیو جی سپېکټرم لپاره هم لويه پرېكړه كړې ده۔ كابينې پرېكړه كړې ??ې حكومت سره چې څومره سپكټرم دي هغه دې پرائېوېټ سېكټر ته وركړې شي دغسې چې هغه وده وكړي او سروسز هم زيات كړي۔ ده ووئيل فائيو جي به پاكستان كښې معارفي كولي شي۔ ده ووئيل كابينې د ټېلی کام ټربیونل هم منظوري وركړې په ك??مه كښې به چې د ټېلي كام څانګې ټول كېسونه د هائي كورټ په ځاے دې ټربيونل ته راوړلے شي۔ په دې ټربیونل كښې به د دې څانګې د كارپوهه كسانو خذمات ترلاسه كولې شي كوم به چې د آئي ټي پالېسۍ څخه ښه خبر وي۔