اسلام آباد 23 نومبر (اے پی پی) د اطلاعات، خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سول??ګی په هېواد كښې سیاسی ماحول ښه كولو له ټولو سياسي ګوندونو ترمينځه د اتفاق په حاجت زور ??او??لو سره وئيلي دي ټولو سياسي ګوندونو له يو ډول موقعې وركړے كېږي، چا سره هم امتيازي سلوك نه كېږي، ریاستی میډیا ټولو سياسي ګوندونو له يو ډول کوریج وركوي، میډیا له به د ټاكنو په مهال ښه چاپيرچل وركولې شي، مس انفارمېشن، ډس انفارمیشن او جعلی خبرونه د ټولي نړۍ مسئله ده،په سوشل میډیا تر ټولو لوي چیلنج جعلی خبرونه دي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ ملاقات لپاره راغلې د اسلام آباد پالیسی ریسرچ ا??سټ??ټیوټ صدر میجر جنرل (ر) رضا محمد په مشرۍ كښې پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په ملاقات كښې د هېواد په موجوده سیاسی او معاشی صورتحال، جعلی خبرونو او ډس انفارمېشن ختمولو ،ټولټاكنو ، د سوشل میډیا مسئلو، د سوئيلي اسياﺀ او نورو هېوادونو كښې د ټاكنو په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پلاوي نګران وفاقی وزیر د هېواد سیاسی منظر نامې په اړه د ادارو د تازه تحقیق څخه خبر كړو۔په دې موقع وفاقی وزیر ووئيل نګران ح??ومت آزادانه، منصفانه او شفاف انتخابات له لوظي دے،ټاكنو لپاره به الیکشن کمېشن له هرممکن سهولت وركولې شي۔ نګران وفاقی وزیر ووئيل میډیا له به د ټاكنو په مهال ښه چاپيرچل وركولې شي۔د پلاوي په نورو غړو كښې د اسلام آباد پالیسی ریسرچ ا??سټ??ټیوټ ډائریکټر (ایډووکیسی اینډ کمیونیکیشن) صدیق همایوں، حشام، مس جویریه، ا??سټ??ټیوټ آف ډائریکټر خرم عباس او ا??سټ??ټیوټ آف پالیسی سټډیز څخه نوفل شامل وو۔