اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) پاکستان په غزه كښې د كډوالو په جباليه كېمپ د اسرائيل د وحشيانه بريد غندنه كولو سره د عامو وګړو د قتل عام لاره نيولو لپاره د غېر مشروط جنګ بندۍ په ضرورت زور رواړے۔ د خارجه دفتر وياندې د شورو په ورځ خپل بيان كښې ووئيل پاکستان په غزه كښې د كډوالو په جباليه كېمپ د اسرائيل د وحشيانه بريد غندنه كوي د كوم په نتيجه كښې چې مېرمنې او د كوچنيانو پشمول يو شمېر كسان شهيدان او ژوبل ??وي دي۔ وياندې ووئيل دا بريد د غزه د اولس په ضد د جنګي جرائمو په لړ كښې تازه ترين پېښه ده، او پاكستان عام وګړي د نور قتل عام نه ساتلو لپاره د غېر مشروط جنګ بندۍ په ضرورت هم زور رواړي۔ وياندې ووئيل مونږ نړيوالې ورورولۍ په خاص توګه د اسرائيل په پلويانو زور رواړو چې ھغوي د بريدونو لاره اونيسي٬ د غزه محاصره دې ختمه كړي٬ دې ووئېل د وګړو تحفظ او د بشري خواخوږۍ سهولت وركولو لپاره دې په هنګامي بنيادونو اقدامات وكړي دغسې چې په غزه كښې محصور اولس ته د تعطل نه غېر د مرستې سامان وركړے شي