اسلام آباد۔1ستمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي د پاكستان په كوربتوب كښ د ملګرو ملتونو د امن مشن وزارتي غونډې تيارۍ په لړ كښې دوه ورځنۍ غونډه په اسلام آباد كښې وشوه٬ جاپان سره په ګډه كوربتوب كښې دا غونډه د ”د ملګرو ملتونو امن ډلو حفاظت او سلامتيا” سرخط لاندې وشوه۔ وياندې د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې وو??يل غونډه كښې د سېكرټرېټ مشرانو چارواكو او د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو استازو سره سره ځائي او نړيوالو پوهانو هم ګډون وكړو۔ په دوه ورځنۍ غونډه كښې په ذېلي موضوعاتو پېنل ډسکشنز وكړې شول۔ وياندې وو??يل پاكستان په پالېسي او آپرېشنل دواړو كچو د ملګرو ملتونو امن پوځ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د ملګرو ملتونو د امن مشن وزارتي غونډې تيارۍ په لړ كښې د غونډې كوربتوب د پاكستان پرله پسې پېوستون په ډاګه كوي چې مقصد يۍ بېلې شخړې لرونكو سيمه كښې سلامتيا او استحكام په ځايې ساتل دي۔ په كال 2023 كښې به وزارتی غونډه دسمبر كښې په ګھانا كښې كولې شي۔ وياندې وو??يل نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني هم غونډې ته خطاب وكړو۔ په خپل خطاب كښې هغه وو??يل د ملګرو ملتونو امن ډلو له محفوظ چاپېريل باوري كول بايد اولنۍ ترجيح وګرځوې شي۔ وياندې وو??يل په خپل اختتامي خطاب كښې خارجه س??كتر ډاكټر محمد سائرس س??اد قاضی د امن سباؤن لپاره د پاكستان وژن په ډاګه كړو۔ دې وو??يل پاكستان به د امن پوځ مرسته لا پياوړې او متنوع كړي دغسې چې دا لا مستحكم او مضبو?? كړې شي۔ وياندې وو??يل زمونږ مېرمنې به د امن ډلو په ټولو هڅو كښې مهم كردار ترسره كوي۔