اسلام آباد۔18اګست(??ے پی پی) مسلم کونسل آف اېلډرز په جړانواله كښې د رامخې ته شوې ناوړه پېښې سخته غندنه كولو سره بېن المذاهب مكالمې ٬ زغم ٬ يو بل سره په سولييز ډول پاتې كېدو او بشري ورورولۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړے دے۔ د جمعې په ورځ د كونسل لخوا د جاري ??وي بيان لمخې د شېخ الازهر الشريف پروفېسر ډاكټر احمد ا??طيب په مشرۍ كښې مسلم كونسل آف اېلډرز د ا??تها خوښو لخوا د قرآن پاك د بې حرمتۍ او په جړانواله كښې په ګرجا ګھرونو د بريدونو غندنه كوي۔ د مسلم کونسل آف اېلډرز عمومي سېكتر محمد عبد ا??سلام وئيلي چې دا ډول م??رمانه كارروايۍ د ا??هامي مذهبونو تعليماتو او بشري قوانينو سره متصادم دي۔ ده ووئيل قرآن كريم د عبادت ځايونو د تحفظ په حاجت زور راوړے دے۔ مسلم کونسل آف اېلډرز دواړو اړخونو ته تاكيد وكړو چې بېن المذاهب مكالمې ٬ روادارۍ ٬ يو بل سره په سولييز ډول پاتې كېدو او بشري ورورولۍ ته دې وده وركړې شي۔