اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علو?? د ??قلیتونو مذهبی، سماجی، سیاسی او معاشی حقونو تحفظ لپاره د غیر متزلزل عزم پخلې كولو سره وئيلي چې آئین ټولو وګړو له ?? هغوي د مذهبی عقائد یا نسل نه غير د سیاسی، معاشی او سماجی حقونو ضمانت وركوي، پاکستان به د اقلیتونو د حقونو تحفظ او د هغوي ښېګړي لپاره كار كوي۔ د جمعي په ورځ د ایوان صدر پریس ونګ له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د اقلیتونو قامی ورځ په موقع په خپل يو پیغام كښې كړي۔ده ووئيل د هېواد پرمختګ كښې د اقلیتونو د کردار اعتراف کوو او هغوي ستائيو۔ صدر مملکت د اقلیتونو په قامي ورځ د قام د تعمیر عمل كښې د اقلیتونو مهم کردار رامخې ته كولو سره ووئيل اسلام مونږ له ?? اقلیتونو د حقونو تحفظ او ټولو وګړو ترمينځه د يووالي درس راكوي۔ ډاکټر عارف علوی ووئيل پاکستا?? د ??قلیتونو د ښېګړي لپاره پرله پسي هڅي كړي،د دې اقداماتو مقصد د هېواد سیاسی او اقتصادی پرمختګ كښې د اقلیتونو د فعاله ??رکت ډاډګيرنه كول دي۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان به د اقلیتونو د حقونو تحفظ او د هغوي د ښېګړي لپاره كار كوي، مذهبی سکالرز او میډیا ته غږ كوم چې ټولنه د اقلیتونو د حقونو په اړھ خبر كړي، هېواد كښې مينه ، ورورولي او د اتحاد کلتور له وده وركړي۔ صدر د دې باور څرګندونه وكړه چې اقلیتونه به د قامی پرمختګ په عمل كښې خپل مهم کردار ترسره كوي۔