اسلام آباد۔24جولائی(اے پی پی) سېنېټ په متفقه توګه يو قرارداد منظور کړے چې پكښې وئيل شوي چې په پاکستان او نورو پرمختګ كوؤنكو هېوادونو کښې په ترجيحي بنيادونو د مې??منو حقونو او خېر ښېګړې ته پام ګرځولو ته اړتيا ده٬ د آبادۍ موثره انتظام كولو او مې??منو ته توليدي حقونه وركو??و سره د پاكستان د انساني وسائلو ممكنه پرمختګ ٬ د سماجي اشاريو بهترۍ او د يوې سوكاله ټولنې تعمير او صنفي مساواتو پلو ګام پورته كېدې شي۔ د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سېنېټر ??ان??ه نشتر يو قرارداد وړاندې كړو چې پكښې آبادۍ سره اړوندې ستونزې په ګوته كولو لپاره د ملګرو ملتونو لخوا هر كال د جولائي د 11مې نېټې نمانځلو اهميت تسليمو??و سره ووئيلې شوو چې دا ايوان اعتراف كوي چې د كال 2023 لپاره د ټاكلې شوي سرخط “د صنفي مساواتو طاقت كارو??و سره د مې??منو او انجونو غږ رامخې ته كو??و سره د لامحدود امكاناتو دروازه پرانستلې كېدې شي” پاكستان او نورو پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره په خاص توګه اهم دے ولې چ?? په دې هېوادونو كښې په ترجيحي بنيادونو د مې??منو حقونو او د مې??منو او انجونو خېر ښېګړې ته پام ګرځولو ته اړتيا ده۔ دا اندېښنه ښكاره كو??و سره چې پاكستان د آبادۍ لحاظ سره د نړۍ 5 م لويے هېواد دے ٬ د دې آبادي په كال 2050 كښې 403 ملين ته د رسېدو امكان دے ٬ چې ورسره يو شمېر ستونزې رامخې ته كېدې شي۔ په آبادۍ كښې زياتوالې د مې??منو توليدي صحت او خېر ښېګړې سره تړلې دې او ددې په بنيادي سببونو كښې د مې??منو د توليدي حقونو لمينځه وړل ٬ په آبادۍ د قابو موندلو په ضمن كښې لاعلمي ٬ په كم عمر كښې ودونه ٬ تعليم ته محدود لاس رسي او په كار كښې د مې??منو كم شموليت شامل دے۔ دا تسليمو??و سره چې د آبادۍ موثره انتظام كولو او مې??منو ته د توليد حق وركو??و سره د پاكستان د انساني وسائلو ممكنه پرمختګ ٬ د سماجي اشاريو اشاريو بهترۍ او د يوې سوكاله ټولنې تعمير او صنفي مساواتو پلو ګام پورته كېدې شي د پاكستان سېنېټ په دې خبره زور راوړي چې په دې لړ كښې دې ټولې اړوندې ادارې په كومو كښې چ?? سركاري ايجنسۍ ٬ صوبائي حكومتونه او نور پېوست سټېك هولډزز شامل دي په ګډه كار وكړي۔ ايوان په متفقه توګه د قرارداد منظوري وركړه۔