لاهور 22 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قومي اسمبلۍ سپيکر په تجويز د حکومتي اتحا?? په غړو مشتمل مذاکراتي کمېټي جوړه كړې ده۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې کمېټۍ ك??ې نائب وزيراعظم اسحاق ډار، رانا ثنا الله خان،سينټر ع??فان صديقي شامل دي۔په کمېټۍ كښې به راجه پرويز اشرف، نويد قمر، ډاکټر خالد مقبول صديقي، عليم خان او چوهدري سالك حسېن هم شامل وي۔تيره شپه د تحريك انصاف چيئرمېن بيرسټر ګو??ر د قومي اسمبلۍ سپيكر سره مذاکراتو لپاره د خپل كردار ترسره كولو استدعا کړې وه،بيرسټر ګو??ر د تحريك انصاف سره د مذاکراتو په وړانديز زور راو??ې ؤ۔وزيراعظم شهباز شريف د قومي اسمبلۍ سپيکر تجويز منلو سره د حکومتي اتحاد مذاکراتي کمېټي جوړه كړې ده۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د هېواد سلامتيا او قومي ګټي به مقدم ساتلے شي،كه پاکستان وي نو مونږ به يو، د قومي اسمبلۍ سپيكر هڅي ستائيو۔