اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات٬خپرونو٬قومي ورثه او كلتور وفاقي وزير ??طا??? الله تارړ وئېلي دي تحريك انصاف د خبر??ال??نو آن لائن ځورولو ټارګټډ كمپائن چلوي٬د دې ناوړه كمپائن مقصد خبر??ال??نو ته زيان رسول دي٬د خبر??ال??نو كورونو او د كورنيو تفصيلات شيئر كوونكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي ٬د پي ټي آئي باني چيئرمېن د پاكستانو څيزونو د بائيكاټ كولو كمپائن د افسوس وړ دے۔ده ووئيل پي ټي آئي د پاكستان او پاك پوځ په ضد په بهرنۍ ايجنډا عمل كوي٬هغوي د پوځ كمزورې كول غواړي كه پاك پوځ قوي وي نو پاكستان به قوي وي۔انتشار كوونكي عناصر به پرې نه ښودلې شي۔د نهې په ورځ د پي ټي وي په هېډكوارټرز كښې پرېس كنفرنس ته وفاقي وزير ووئيل تحريك انصاف د خبر??ال??نو آن لائن ځورولو هدفي كمپائن چلوي٬د خبر??ال??نو د كورونو او كورنيو تفصيلات شيئر كوونكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔ده ووئيل پي ايېف يو جے هم د خبر??ال??نو آن لائن ځورولو غندنه كړی٬د پي ټي آئي دا ټاركټډ كمپائن دے٬په لاهور كښې د خبريال سيد مزمل سره چې څه شوي په هغې به قانوني كاروائي كولې شي٬دواړه ملزمان نيولې شوي۔ده ووئيل خبر??ال??ن او د هغوي كورنۍ په نخښه كولو عمل د غندنې وړ دے٬د پي ټي آئي كاركناان او لارښود پخپله د ډي چوك څخه تښتېدلې وو٬زه دا پوښتنه كوم چې هغوي ولې تښتېدلې وو٬د اطلاعات وزير ووئيل د خېبرپښتونخوا وګړو د پي ټي آئي كال مسترد كړے٬حكومتي وزيرانو هم د باني چيئرمېن د سول نافرمانۍ د كال مخالفت كړے كوم چې يو ښه اقدام دے۔په وړومبي ځل په هغوي كښې چا قامي ګټې ته پام لرنه كړې٬ده ووئيل پي ټي آئي د تق??يم او انتشهار ښكار ده ۔هغوي دا هڅه كوي چې د خبر??ال??نو كورونو ته لاړ شي او د هغوي كورنيو ته ورسي كوم چې د غندنې وړ عمل دے دغسې عناصرو ??ناخت كېږي٬ډيټا راجمع كړې كېږي د هغوي په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔يو داسې مثال به جوړولې شي چې په سباؤن كښې څوك هم خبر??ال??نو له دا ډول دړكې ور نه كړې شي ۔ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت سره په ګډه به بشپړه كاروائي كولې شي۔د خبر??ال??نو د پوښتنو په ځواب وفاقي وزير ووئيل د مطيع الله جان معامله حل شوې٬د پوليس تفتيش روان دے څه چې هم رامخې ته شو مېډيا ته په وړاندې كولې شي۔ده ووئيل په نړۍ كښې په كوم هم هېواد كښې د دې خبرې اجازه نشته چې د بهر هېواد څخه د خپل هېواد په ضد سازش وكړې شي۔په دې كښې چې څوك هم ككړ وو په ضد به يې كاروائي كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د مدارس بل په اړه د علماﺀ كرامو په غونډه كښې د هر مكاتب فكر علمائے كرام شامل وو كوم چې د اتلس زره مدرسو نمائندګي كوي٬علمائے كرام غواړي چې د مدرسو انتظام د تعليم وزارت لاندې كړی شي۔ده ووئيل په كال 2018 كښې د اصلاحات دا سلسله پېل شوې ده چې ترمخه يې اتلس زره مدرسې رجسټر كړې شوي ٬مولانا فضل الرحمن د احترام وړ دے بايد د دې مسئلې داسې حل راويستلے شي كوم چې ټولو ته د قبلولو وړ وي۔