اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي ویلنټینا مټوینیكو پاكس??ان دورې څخه به د پاكس??ان او روس اړيكو ودې له نوې لارې هوارې شي۔د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د روسې فيډرېشن كونسل سپيكر ویلنټینا مټوینیكو سره په خبرو كښې كړې چا چې د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ده سره ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه سفارتي٬معاشي٬تجارتي او د پارليماني اړيكو ودې په چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه ??شوه ۔په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن ووئېل د روس فېډرېشن كونسل سپيكر د پاكس??ان دورې سره به د شريكو اړيكو ودې له نوې لارې هوارې شي۔د ده دورې څخه به سيمه ايز امن٬پرمختګ او خوشحالۍ ته وده ترلاسه شي۔په دې موقع ویلنټینا مټوینیكو د سېنېټ چيئرمېن په تود هركلي كولو ده ته پېرزوئنې وړاندې كړې او وې وئېل پاكس??ان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګو ګورو ٬پاكس??ان سره به تجارتي٬اقتصادي٬سفارتي اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔پاكس??ان كښې به په سرمايه كارۍ د اضافې پشمول د بېلو څانګو ترمينځه مرسته هم زيا??ه او قوي شي۔ ده ووئېل د پاكس??ان او روسيه ترمينځه په اړيكو د اطمينان څرګندونه ??وو۔ده ووئيل د پارليماني اړيكو ودې څخه به نه ??وازې د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او سرمايه كارۍ ته وده ترلاسه شي بلكې اولس يو بل ته نزدې راوستلو له به هم مرسياله وګرځي۔