اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ اسپيکر سردار اياز صادق ووئيل27 اکتوبر په کشمير د هند ??اصبانه قبضے او کشميريانو د روانو ظلمونو په ډاګه كولو ورځ ده، تاريخ كښې به د هند ??ا غير قانوني او شرمناك عمل عمر له ياد ساتلے شي،په 27 اکتوبر 1947 هند ??پل عسكر سري نګر ته داخلولو سره په کشمير د غاصبانه قبضے هڅه كړي۔د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ ډائريکټوريټ جنرل آف ميډيا د اړخه جا??ي شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه د قومي اسمبلۍ اسپيکر د كشمير توري ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وكړه۔ده ووئيل پاکستان به د ملګرو ملتونو سل??مت?? کونسل اړوندو قراردادونو له مخې د جموں و کشمير شخړې تر حتمي حل د هغوي بشپړه اخلاقي، سفارتي او سياسي حمايت روان ساتي٬ كشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره لوئ قربانۍ وركړې دي۔ده ووئيل هند ?? کشميريانو د خپلواكۍ حق د ظلم و بربريت سره د زورولو هر ممكن هڅي كړي،خو هغوي په دې كښې نه دي بريالي شوي او نه به بريالي شي۔ سردار اياز صادق د 5 اګست 2019 هندي اقدامات د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي ګرځولو سره ووئيل بايد هند ??غه غير قانوني اقدامات بيرته ??اخلي او به مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندي كړي۔ سردار اياز صادق د هند ?? اړخه آئين كښې بدلون او مقبوضه کشمير كښې شوي جعلي انتخاباتو ذکر کولو سره ووئيل کشميريانو دغه اقدامات په بشپړه ډول مسترد كړي۔ اسپيکر ووئيل پاکستان د کشميريانو د خپلواكۍ حق بشپړه حمايت او هغ وي سره د يووالي څرګندونه كوي۔ده د کشمير د تحريك آزادۍ اتلانو ته ??يرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هغوي نامي به ع مر له په ښه الفاظو كښې يادولې شي۔ اسپيکر ووئيل پاکستان به په هر سطح د کشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي حمايت روان ساتي او په دې لړ كښې به په هر نړيوال او سيمه ايز فورمز غږ پورته ??وي۔ اسپيکر په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د كشمير او فلسطين مسئلو حل كولو له خپل كردار ترسره كړي۔