اسلام آباد۔6 ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي 6 ستمبر د پاکستان د تاريخ تر ټولو مهمه ورځ ده ٬ كه جذبې ريښتنې وي ٬ د څه كولو عز?? وي نو په ظاهري توګه زيات وسائل٬ زمكه او شمېره لرونكے كوم هم هيواد يا قام تاس?? ته ماتې نشي دركولې٬ په دغه ورځ پاك هوائي پوځ د هندي هوائي پوځ په مقابل كښې د كمې شمېرې لرلو باوجود د هېواد دفاع زيان سره مخ كېدو له ورنكړه۔ د وسله والو ځواكونو عز?? لرونكو ځوانانو ثابته كړه چې د پاكستان دفاع نه يوازې په زمكيز محاذ بلكې د هېواد په فضائي پولو هم مضبوطه ده۔ 6 ستمبر دا سبق وركوي چې كه جذبې ريښتنې وي او د څه كولو عز?? وي نو په ظاهري توګه زيات وسائل ٬ زمكه او شمېره لرونكے كوم هم هېواد يا قام تاس?? ته ماتې نشي دركولې ۔ده ووئېل نن 60 فیصده څخه زياته ابادي په ځوانانو اډانه ده او بلها قدرتي پنګې لرونكے هېواد پاكستان مونږ څخه د 6 ستمبر جذبې ٬ همت او مړانې سره د محنت كولو غوښتنه كوي۔ كه مونږ استقامت او سياسي استحكام سره په سم لوري د هېواد د معيشت بهت??ۍ له خپل سفر روان اوساتو نو كه پاك پروردګار ته منظور وي تر كال 2035 به پاکستان د يو كھرب ډالر معيشت جوړېدو څخه د نړۍ كوم هم طاقت منع نه كړے شي