اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول د رېلوے د لارې د هېواد بېل?? بېلې سيمې يو بل سره د تړلو كار په تندۍ سره روان دے ، د اېم اېل ون منصوبې پشمول د رېلوے مسافرو تګ راتګ او د كارګو سروسز به ښه كوٶ۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال وفاقي وزير انجينئر جام کمال د مير منور تالپور د پوښتنې په ځواب ووئيل وزيراعظم د تېرو دريو څلورو مياشتو نه د اېم اېل ون پشمول د شمال او سوئيل ترمېنځه د رېلوے د كارګو او مسافرو سروسز ښه كولو امر كړے۔ ده ووئيل د مير پور خاص نه تر كراچۍ او د كراچۍ نه تر كوئټه تر مېنځه د رېلوے نظام ښه كولو لپاره هڅ?? كوٶ۔ د سيد وسيم حسېن د ضمني پوښتنې په ځواب جام کمال ووئيل د حېدرآباد او کراچۍ ترمېنځه كاروباري كسانو لپاره د رېل ګا??ي چلولو پشمول د ټولو سيمو ترمېنځه په رابطو غور كوٶ٬ كه غړي دا معامله قائمه كمېټۍ ته سپارل غواړي نو مونږ به هېڅ اعتراض نه لرو٬ غړي دې خپل تجويزونه وړاندې كړي ٬ رېلوے به كمېټۍ كښې ځوابونه وركوي۔