اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) نائب وزير اعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاك??تا?? يو ځل بيا معاشي قوت جوړول زمونږ هدف دے، ځوانان د تعليم ، هنر مندۍ او د ټيکنالوجي په څانګو كښې د سرمايه کاري ذريعه جوړيدې شي،د پاک??تا?? ځوانان په زړه پورې صلاحيتونه لري،د هېواد ځوانان د مثبت بدلون ډېر اهليت لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ي??تھ کنونشن ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل تعليم د هر بچي او ځوان حق دے، تعليم سره هېواد روښانه كېږي۔ نائب وزيراعظم ووئيل ټولو بچو ته وئيل غواړم چې د زدكړو عمل عمر روان اوساتي، د تخليق او تعليم امتزاج خپلولو سره د پرمختګ نوې لاري ولټوې۔ده ووئيل اتحاد زمونږ سباؤن دے،په كركه ختمولو پرمختګ كولې شو۔ نائب وزيراعظم ووئيل د بلوچ??تا?? دورې په مهال ما وئيلي وؤ چې ځينې بلوڅ مرور دي،زه وايم څوك هم د خپلې خاوري څخه نه مروريږي ٬ خپلي مسئلې به په ګډه حل كوو خو د مروروتيا په نامه د ترهه ګرۍ كوم ګنجائش نشته۔ محمد اسحاق ډار ووئيل ځوانان دې محت ته خاص پام لرنه وكړي، حکومت ځوانانو له ښې آسانۍ وركوي، د خصوصي سرمايه کاري كونسل جوړولو مقصد ځوانان خپلواكه كول دي،دغسې ځوانان د تعليم ،هنر مندۍ او ټيکنالوجي په څانګو كښې د سرمايه کارۍ ذريعه جوړيدې شي۔ده ووئيل د پرمختګ او سوكالۍ په عهد كښې ځوانان شراكتدار دي۔ نائب وزيراعظم ووئيل 1998 كښې هېواد اتومي قوت جوړ شوے ،مونږ په خپله دفاع چرې هم سمجھوته نه ده كړې، قامي ګټې ته مو عمر له پام لرنه كړې ۔ده ووئيل مونږ دا مهال ګڼو چيلنجونو سره مخ يو، د پاک??تا?? سباؤن نن د ځوانانو په لاسو كښې دے، د 2013 په حکومت كښې پاک??تا?? د چرته نه چرته رسيدلے ؤ، هغه وخت د پاک??تا?? د ډيفالټ كېدو خطر ؤ خو پاک??تا?? د نړۍ يو ښه معيشت جوړ شو۔ محمد اسحاق ډار ووئيل د پي ډي اېم حکومت پاک??تا?? بچ كولو لپاره ؤ،زمونږ دښمن غواړي چې پاک??تا?? په معاشي توګه ختم کړے شي۔ده ووئيل پاک??تا?? يو ځل بيا معاشي قوت جوړول زمونږ هدف دے۔