اېبټ آباد 14جون(اے پی پی) په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان بګنوت اېبټ آباد كښې د ريحانه هري پور نجي سكول ګاډي ته په رامخې ت?? شوې پېښه د غم دړد څرګندونه كړې ۔ په خپل پېغام كښې ده ووئيل د اېبټ آباد او هري پور ډسټركټ انتظاميې افسرانو سره د پېښې په اړه د ټېلېفون د لارې ت??اس نيولے شوے ٬ هغوي څخه د موجوده صورتحال په اړه پوښتنه شوې او هغوي لپاره ضروري هدايات جاري كړې شوي۔ ٬ د اړوندو افسرانو له مخې 12 ژوبل شوي كسان اېبټ آباد ايوب ټيچنګ روغتون ته منتقل كړې شوي چې پكښې يو ژوبل شوے كس په حق رسېدلے او 39 كسان چې پكښې زده كو??نكي٬استاذان او د كوسټر ډرائيور شامل دے د ابتدائي طبي مرستې نه پس كورونو ته لېږلې شوي ۔ ۔د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان په پېښه كښې په حق رسېدلي او ژوبل شوو كسانو سره د يووالي څرګندونه كو??و سره وئېلي دي په دې سخت وخت كښې مونږ ستاسو سره ولاړ يو٬په پېښه كښې ژوبل شوو ټولو كسانو ته د طبي آسانيو وركولو هدايات جاري كړے شوي ۔ده د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔