اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) پاکستان مقبوضه جمو و کشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو د هند د احتساب د غوښتنې پخلے كولو سره وئيلي دي د تېرو دريو لسيزو په مهال هندي ځواكونو د حراست په مهال تر اوسه د 7 زره نه زيات كشميريان شهيدان كړي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ خپل اوونيز بريفنګ كښې د م??بوضه کشمير په ضلع پلوامه كښې په پوليس سټيشن كښې د يو كشميري د وژنې په پېښه تفصيلي خبرې وكړې۔ دې ووئيل دا د خپل نوعيت وړومبۍ پېښه نه ده ځكه چې د تېرو دريو لسيزو په مهال په مقبوضه کشمير كښې په حراست كښې د شوو وژنو شمېر د 7 زره نه زياته شوې۔ دې د م??ګرو ملتونو سلامتي كو??سل قراردادونو له مخې د كشمير كشالې سپېځلې او سوله ايز حل لپاره د کشميريانو د پرله پسې سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ پخلي كولو سره د م??ګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 182 غړو د اكثريت په ملاتړ كال 26-2025 مودې لپاره د م??ګرو ملتونو د سلامتي كو??سل د غېر مستقل غړي په حېث د پاكستان په انتخاب رڼا واچوله٬ دې د غړو په خاص توګه د ايشيا پيسفك ګروپ په باور د هغوي مننه وكړه۔ وياندې ميډيا ته ووئيل پاکستان به په سلامتي کو??سل كښې د شخړو سوله ايز هواري٬ د يو اړخيز طاقت كارولو مخالفت٬ د هر ډول ترهه ګرۍ ??قابله٬ د م??ګرو ملتونو د امن هلو ځلو ملاتړ٬ سيمه ايز او د نړيوالو بحرانونو حل او د جمهوريت٬ سپېځليتيا او احتساب ته په وده وركولو كښې خپل كردار لوبوي۔