لاهور۔1مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې مزدورانو ته پېښو مسئلو څخه ښه خبر يؤ٬ حكومت به په راروان بجټ كښې مزدورانو ته ريليف وركولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي٬ كه مزدور ته د هغه جائز حق ترلاسه نه شي نو هېواد پرمختګ كولے نه شي٬ حكومت به د مزدورانو په اجرت كښې اضافه باوري كوي٬ كرپشن د هېواد د تباهۍ سبب دے ٬ ډېر زر به د دې خاتمه كوؤ٬ د سعودي عربستان اوسنۍ دوره كاميابه پاتې شوه٬ ډېر زر به هېواد د بهرنۍ سرمايه كارۍ د لارې ستونزو څخه كه پاك پروردګار ته منظور وي بهر كړؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د مزدورانو نړيوالې ورځې په موقعه په خپله استوګه د مزدورانو په درناوي كښې راجوړې كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل زه په قومي معيشت كښې د خواري كښو قدر څخه ښه خبر يم۔ ده و??ئيل مزدورانو ته پېښو مسئلو څخه ښه خبر يؤ٬ حكومت به په راروان بجټ كښې مزدورانو ته ريليف وركولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي٬ كه مزدور ته د هغه جائز حق ترلاسه نه شي نو هېواد پرمختګ كولے نه شي٬ حكومت به د مزدورانو په اجرت كښې اضافه باوري كوي٬ كرپشن د هېواد د تباهۍ سبب دے ٬ ډېر زر به د دې خاتمه كوؤ٬ د سعودي عربستان اوسنۍ دوره كاميابه پاتې شوه٬ ډېر زر به د بهرنۍ سرمايه كارۍ د لارې هېواد ستونزو څخه بهر كړؤ۔ ده و??ئيل د نبي كريم (ص) د تعليماتو تقاضا ده چې د امير او غريب ترمينځه فرق دے كم كړے شي٬ نبي كريم (ص) فرمايي چې مزدور ته دې د هغه مزدوري د هغه د خولې اوچېدو څخه وړاندې وركړې شي۔ ده و??ئيل كاروباري حضرات دې د خواري كښو د ماشومانو د زده كړو او درملنو منصوبې جوړې كړې ٬ داسې منصوبې دې جوړ كړي چې ورسره د مزدور بچے انجنيئر او ډاكټر جوړ شي ٬ د سرمايه كارو او كاروباري شخصياتو په دولت ??ښې د مزدور هم حق دے۔ ده و??ئيل زما نه زيات د مزدور د مسئلو څخه څوك خبر دي٬ زما اروښاد پلار يو مزدور وو ٬ د پاكستان جوړېدو څخه وړاندې پاكستان ته راغلو ٬ 6 وروڼو سره به مو د لاهور په كارخانه كښې مزدوري كوله۔ د لاهور په كالج كښې مې داخله واخسته ٬ ماښام به مې مزدوري كوله۔ ده په دستوره كښې ګډون كوؤنكو ته و??ئيل ما تاسو ??پل ذاتي كور ته رابللې يۍ٬ نن تاسو په سركاري كور كښې مېلمانه نه يۍ٬ تاسو ?? شريف كورنۍ مېلمانه يۍ٬ دا بلنه زما او د نواز شريف لخوا ده۔ په دې خوشحاله يم چې ماته مو د مېلمستيا موقعه راكړه۔ ده و??ئيل د هېواد د بربادۍ تر ټولو لويې سبب كرپشن دے٬ د كھربونو روپو كرپشن شوے دے ٬ د دې د بېرته راوړلو هڅې كوؤ۔ ده و??ئيل په شاهي خرڅونو كښې به د كمي كولو هڅه كوؤ۔ ده و??ئيل دا هېواد د امير هم دے او د غريب هم٬ پاكستان د يتيم هم دے۔ دلته ټولو ته د برابرۍ په كچه بنيادي حقونه ترلاسه دي۔ ده وئيل د تېلو په بيعو كښې كمې شوې او ډېر زر به اولس ته نورې خوشخبرۍ هم وركړې شي۔