اسلام آباد۔29 اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير م??سن نقوی په پاسپورټ آفس ګارډن ټاؤن كښې د اولس په شكايتونو ٬ د ټوكن مشين په خرابوالي ٬ د ایجنټس مافیا په شتون او د فيس په وصولۍ د سختې غصې څر ګندونه وكړه٬ داخله وزير په غېر تسلي بخش ځوابونو د ډائرېكټر او اسسټنټ ډائرېكټر خپلو چوكو څخه د لرې كولو احكامات جاري كړل۔ د ګل په ورځ وفاقي وزير م??سن نقوي د پاسپورټ آفس ګارډن ټاون دورہ وكړه۔ داخله وزير د پاسپورټ جوړونكو وګړو په رش او د ايجنټ مافيا په راج د سختې غصې څرګندونه وكړه۔ وګړو داخله وزير ته پاسپورټ جوړولو له ايجنټ مافيا ته د رشوت وركولو ثبوتونه هم وښودل۔ د خپلې دورې په مهال وفاقي وزير د پاسپورټ آفس ګېټ څخه په تېرېدو هم د ټېكس په وصولولو او د ټوكن مشين په خرابوالي پاسپورټ چارواكو ته سخته وېنا وكړه۔ ده ووئيل د عملې له مرستې غېر د پېسو اخستو سوال نه پېدا كيږي۔ داخله وزير په موقعه د ډائرېکټر او اسټنټ ډائرېکټر تبادله كولو سره ?? دوئي په ضد د محکمانه کارروايۍ امر وكړو۔ وفاقی وزیر په پاسپورټ آفس كښې موجودو وګړو سره ملاقات وكړو او دوئي څخه يۍ ?? دوئي مسئلې وپوښتلې۔ ده وګړو ته باور وركړو چې ستاسو د شكاياتونو ازاله كولو له راغلې يم۔ ده ووئيل وګړو ته آسانۍ وركول زم??نږ ذمه واري ده۔