اسلام آباد 09 فروري (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ حلقه پی کے 76 پېښور 5 څخه آزاد امیدوار سمیع اللہ خان 18 زره 888 ووټونه ترلاسه كولو سره کامیاب ګرځولے شوے۔ د الیکشن کمېشن د اړخه جاري غیر حتمي او غیر سرکاري نتيجې له مخې په دې حلقه كښې د مجموعي رجسټرډ ووټونو شميره يو لکهه 32 زره 433 وه دغسې 48 زره 282 ووتونه كاسټ شوي ٬ د ووټونو شرح 37.62 فيصده وه۔ دې حلقې څخه د عوامی نېشنل پارټي امیدوار خوشدل خان ایډووکیټ 12 زره 986 ووټ ترلاسه كولو سره په دويم لمبر راغلے۔