اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي بايد په 08 فروري د ټولټاكنو په ك??لو هيڅ شك ونه لرلے شي، د 9 مئی نه پس د ریاستی جبر کوم ثبوت نه د?? رامخې ته شوے ، دا يواځې تورونه دي، نګران ح??وم?? د قامی معیشت ښه ك??لو لپاره د محدود اختيار له مخې هغه څه ك??ي كوم چې ممكن وي،پاتې كار به راروان حكومت كوي۔د دې خيالاتو څركندونه ده “انډپینډنټ اردو ” سره خپله خاص مركه كښې کړې۔د ټولټاكنو په اړھ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل باور لرم چې په 8 فروري به په ټول هېواد كښې ټولټاكنې كېږي،بايد په دې اړه قام هيڅ شك ونه لري۔وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې ټولټاكنې به آزادې او سپيځلې وي،مونږ د ټاكنو ك??لو لپاره د الیکشن کمېشن سره ولاړ يوو۔د يوې بلي پوښتنې په ځواب ده ووئيل مختلف كسان خپلي سیاسی تجزیې وړاندې كوي،كوم لارښود څورمره مقبولیت لري د دې اندازه به په ټولټاكنو كښ?? رامخې ته شي۔ په پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه په ګوند ټولټاكنو كښې په برخه اغستو د بنديز په ځواب كښې ده ووئيل تر اوسه داسې كوم بنديز نشته۔ سباؤن كښې به څه صورتحال وي په دې اړه څه نه شو وئيلے ۔دا مهال پخوانے وزیراعظم د ټاكنو ك??لو په پوزیشن كښې دے ۔د پي ټي آئي لارښودو په ښكاره ډول بے دركه ك??لو ، رامخې ته ك??لو او د سياست پرېښودلو اعلانات په اړه د پوښتنې په ځواب نګران وزیراعظم ووئيل په 9 مئی په ریاستی ادارو بريدونه شوي ٬ دغې نه پس ځيني وګړي پټ شوي ،په دغه مهال د كوم سوچ او غور په نتيجه كښې د پي ټي آئي څخه یا سیاست څخه ډډه ك??ل د دغه كسانو خپله ذاتی پريكړه ده۔په دې حقله څه وئيلو څخه قاصر يم خو ده په ډاګه كړه چې هغوې سره د ریاستی جبر كوم ثبوت نه د?? رامخې ته شوے ،دغه يواځې تر تورونو محدود خبرې دي۔ وزیراعظم د لیول پلیئنګ فیلډ نه ورك??لو تورونه هم رد كړل۔ وزیراعظم د نګران ح??وم?? قامی معیشت ښه ك??لو په هڅه د اطمینان څرګندونه ك??لو سره ووئيل نګران ح??وم?? چې كوم محدود اختيار لري په هغې كښې دننه چې څومره كار كولې شي ٬ هغه ك??ي ، پاتې كار به راروان حكومت كوي۔ده ووئيل د نجکارۍ لپاره پوهه صلاكار مقرر كړے شوے او ښه تګلاره اختيار كړې شوې د كومې چې 50 كاله پس هم آډټ كيدے شي