دوبئی۔3 دسمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې پاكستان پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره د موسمياتي مالياتو حوالې سره يو مضبوط غږ او بشپړ ملاتړ كوؤنكے هېواد پاتے شوے دے او د پرمختګ كړې نړۍ لخ??ا د ملګرو ملتونو په كوپ 28 مه غونډه ??ښې د پاكستان دا كردار تسليم كړے شوے دے۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان لخ??ا په كوپ 27 ??ښې د لاس اېن?? ډېمېج فنډ وكالت شوے وو۔ د کوپ28 په موقعه اسكائي نيوز عربيه سره مركه ??ښې وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل د لاس اېن?? ډېمېج فنډ آپرېشنلائزېشن ددې خبرې ثبوت دے چې پرمختګ كړې نړۍ په اخلاقي توګه دا دليل قبول كړے دے چې نړۍ بايد د هغه هېوادونو ملاتړ وكړي كوم چې د موسمياتي زيان ذمه وار نه دي ۔ده ووئيل د متحده عرب امارات لخ??ا د 30 بلین امریکائي ډالرو اعلان د لارې لاس اېن?? ډېمېج فنډ فعال كول په سم لوري يو په زړه پورې پېل دے۔ د اسرائيلي ظلمونو په اړه خپلو خبرو ??ښې ده ووئيل پاکستان سعودی عربستان او نورو هېوادونو سره په ګډه د او آئی سی په پلېټ فارم ولاړ پاتے شوے دے او د فلسطيني ??ولس په ضد يۍ د زيات ظلم ٬ زياتي او جارحيت بندولو او د بشري خواخوږۍ راهدارۍ جوړولو غوښتنه كړې ده۔ ده ووئيل تلپاتې امن د كال 1967 څخه وړاندې پولو سره د فلسطين مسئلې دوه رياستي حل چې پلازمينه يۍ القدس الشريف وي سره تړلے دے ۔ نګران وزيراعظم ووئيل پاكستان د هغه كډوالو حوالې سره خپلو ذمه واريو څخه ښه خبر دے د كومو چې يۍ د تېرو 50 كلونو په مهال كوربتوب كړے دے۔ بياهم دا زمونږ قومي فرض دے چې ??س لكه څخه د زياتو غېر قانوني ??هرنيو نقل وحركت منظم كړؤ۔ ده ووئيل د كشمير مسئله 7 لسيزو څخه حل طلب ده۔ ده ووئيل كشمير د پاكستان شه رګ دے او دا مسئله به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل كول وي۔