اسلام آباد۔28نومبر(اے پی پی) د تعليم نګران وفاقي وزير مدد علي سندھي وئيلي دي زده كړې د كوم هم هېواد په پرمختګ كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ ده دا خبره د نهې په ورځ په نړيوال اسلامي پ??هن??ون كښې د زده كړو په سرخط د كنفرنس پرانستې دستورې ت?? خطاب كښې وكړه۔ ده ووئ??ل ډيجيټل بدلون د زده كړې تګلارې بدلې كړې دي٬ د زده كړو لپاره اوس وخت او ځايې ركاوټونه هېڅ مسئله نه ده پاتې شوې۔ ده تدريس او زده كړو لپاره د ټېكنالوجي په كارولو زور راوړو۔ ده ووئيل زمونږ تر ټولو وړومبۍ ترجيح بايد زده كړې وي۔ د دې نړيوال كنفرنس انتظام د نړيوال اسلامي پ??هن??ون د تعليم څانګې اقراﺀ پ??هن??ون او انټرنېشن?? سنټر آلف اېكسيلېنس په ګډه كړے دے۔ په كنفرنس كښې د قامي او نړيوالو سكالرانو لخوا 50 مقالې وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل ځوانان د قام د تقدير بدلولو صلاحيت لري۔ ده زياته كړه چې پاكستان تېر كال د اروپا تر ټولو زيات سكالرشپس ترلاسه كړي۔ ده وړاندېز وركړو چې د نړۍ مقابله كولو له به د درس او تدريس نوؤ تګلارو څخه ځان خبرول وي۔ ډاكټر ثمينه په لوړو زده كړو كښې بدلون رامخې ت?? كولو كښې د اېچ اي سي د كردار هم ستائنه وكړه۔ دې هيله ولرله چې دا كنفرنس به د تدريس نوؤ طريقو او عصري ټېكنالوجۍ لپاره د تګلارې او پالېسۍ وضعه كولو په لړ كښې سفارشات وړاندې كړي۔ كنفرنس ته د اقراﺀ پ??هن??ون صدر ډاکټر ناصر اکرام، د اسلامي پ??هن??ون نائب صدر اکېډمکس پروفېسر ډاکټر عبدالرحمن او د پ??هن??ون د زده كړو څانګې ډين ډاكټر سرور هم خطاب وكړو