اسلام آباد۔26نومبر(اے پی پی) سعودی پرېس اتاشی ډاکټر نائف العوتیبی وئيلي دي چې د سعودي عربستان او پاكستان ترمينځه د ملګرتيا لوظنامې په دواړو هېوادونو د مثبت او ښكاره اثراتو ثبوت تلپاتې ورورولي ده۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د سفارتي اړيكو 72 مې كاليزې په موقعه سعودي پ??ېس اتاشي
ډاکټر نائف العوتیبی په خپل سوشل میډیا اکاؤنټ اېکس دا مهم پېشرفت شيئر كړے دے۔ اے پي پي سره په خصوصي م??كه كښې ده ووئيل دې تاريخي لوظنامې په كومه چې د دغه و??ت سعودي خارجه و??ير شهزادہ فیصل بن عبدالعزیز او د پاكستان وزير عبد الستار لاس ليك كړے وو د يو مضبوط او تلپاتي اتحاد بن??اد كېښود۔ ده و??يل د دواړو هېوادونو د ملګرتيا ستراتيجيكي اړخ سيمه ايز استحكام په ځايې ساتلو كښې مهم كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل د ګډې عسكري مشقونو د او مهارت تبادلې د دواړو هېوادو صلاحيتونه سوا كړي دي او د دفاع او سلامتيا په برخو كښې دوه اړخيزه مرسته زياته مهمه ده۔ ده ووئيل د دې ملګرتيا مثبت اثرات دبشري خواخوږۍ تر هڅو هم غزېدلې دي ولې چې سعودي عربستان او پاكستان دواړو په هر سخت وخت كښې يو بل سره و??رېدلې دي۔ ده ووئيل په كال 1951 كښې پېل شوې د ملګرتيا لوظنامه د سعودي عربستان او پاكستان ترمينځه د استحكام ٬ سوكالۍ او دوه اړخيزه احترام سنګ بن??اد پاتې شوې۔