نیویارك 20 ستمبر (اے پي پي) خارجه وز??ر جليل عباس جيلاني د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 78مې غونډې په موقع په نيويارك كښې د كيوبا خپل همڅنګ برونو روډريګوز پاريلا سره ليدلي دي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې دوي د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه٬ ګڼ اړخيزه او سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې?? خارجه وز??ر ووئيل چې پاكستان كيوبا سره په زړه پورې اړيكې لري كومې چې د بېلو سيمه ايز او نړيوالو چارو په اړه يو ډول دريځ اډانه لري۔ ده د ګڼ اړخيزه فورمونو په خاص توګه د ملګرو ملتونو٬ د غېر وابسته هېوادونو تحريك ا?? جي 77 او د چين ترمينځه د نزدې م??ست?? ستائنه وكړه?? خارجه وز??ر په كال 2005 كښې پاكستان كښې د راغلې زلزلې نه پس د كيوبا د اړخه په طبي مرسته د پاكستان د اولس او حكومت لخوا مننه وكړه?? خارجه وز??ر جيلاني د كيوبا خارجه وز??ر ته په 15 او 16 ستمبر هوانا كښې د جي 77 او چين په مشرۍ كښې كاميابۍ سره د غونډې په كولو مباركي وركړه۔ دواړو خارجه وز??رانو د شريكې خوښې په څانګو او په خاص توګه د تجارت ٬ بائيو ټېكنالوجي ٬ روغتيا او زده كړو په څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو په لا زياتولو موافقت وكړو