اسلام آباد۔4اګست(اے پی پی) په انسټي ټيوټ آف سټرېټجک سټټیز كښې د ” 5 اګست 2019 ?? هند غېر قانوني اقدام – د كشميري اولس په حقونو او تشخص بريد روان دے ” په سرخط د جمعې په ورځ سيمينار وشو۔ د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمر زمان كائره په دې سيمينار كښې د خاص په مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ په دې مو??عه خپل خطاب كښې قمر زمان كائره و??ئي?? چې كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له بلها قربانۍ وركړې دي٬ د كشمير په اړه د پاكستان په دريځ كښې كوم بدلون نه دے رامخے ته شوے۔ ده و??ئي?? نړيوالې ورورلۍ له به د خپلو ګټو په ځايې د كشمير مسئلې حل كولو پلو پام ګرځول وي۔ ده و??ئي?? مونږ به كه پاك پروردګار ته منظور وي كشمير د نړۍ د پام مركز جوړؤ۔ ده و??ئي?? د كشمير تحريك يو فكري تحريك دے ٬ دا يوه انساني مسئله ده ٬ د پاكستان كوم هم حكومت دې څخه پام بلخوا اړولې نه شي۔ ده و??ئي?? ?? هند د 5 اګست 2019 اقدام غېر قانوني دے كوم چې كوم قانوني او اخلاقي حېثيت نه لري۔ دستورې ته د خارجه چارو سېكتر او د انسټی ټیوټ آف سټرېټجک سټډیز ډائرېکټر سهیل محمود، د او آئی سی د آزاد مستقل انسانی حقوق کمېشن غړي پخواني سفير تسنیم اسلم، د آزاد جموں و کشمیر د سماجي خېر ښېګړې پخوانۍ وزيرې فرزانه یعقوب او نورو خطاب وكړو۔ الطاف حسېن وانی په خپل خطاب كښې و??ئي?? د كشمير مسئله به په نړيواله كچه پورته كول وي۔ ده و??ئي?? كشميرې اولس ?? هند تسلط تسليمولو ته تيار نه دي۔ د حریت کنفرنس مشر لارښود غلام محمد صفی و??ئي?? هند په كال 1947 كښې په كشمير قبضه كړې ده كومه چې تر دې دمه قائمه ده بياهم د دې په ضد د كشميري اولس مزاحمت روان دے۔ دستورې ته د انسټیټیوټ آف سټرېټجک سټډیز بورډ آف ډائرېکټرز چیئرمین خالد محمود هم خطاب وكړو۔