سیالکوټ۔16جولائی(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي د تحريك انصاف په دور كښې هره څانګه تنزل او ??دحالۍ سره مخ پاتې شوه ٬ شهباز شريف هېواد ستونزو او چېلنجز څخه ويستلو كښې مهم كردار ترسره كړو٬ ځوانانو ته د زده كړو آسانۍ وركولو او ??وئي تربيه كول د وزيراعظم شهباز شريف ويژن دے ٬ خپلې كاركردګۍ سره به اولس ته ځوو۔ د اتوار په ورځ په ګورنمنټ كالج وېمن يونيورسټي سيالكوټ كښې د لېپ ټاپ سكيم دستورې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د زده كوؤنكو اختيارمند جوړولو دا سكيم شهباز شريف هغه مهال پېل كړے وو كله چې دې د پ??جا?? اعلی وزير وو٬ د پ??جا?? انډومنټ فنډ د لارې د لكھونو په شمېر طالبعلمانو ته د هېواد دننه او ??هر د زده كړو ترلاسه كولو موقعې وركړې ش??ې۔ دانش سكولونه پېل كړې شول ٬ په وروستو دورونو كښې په دې كار ونكړے شو او ??ا د افسوس وړ خبره ده۔ ده ووئيل په تېرو 13 مياشتو كښې چې شهباز شريف د وزيراعظم په حېث كوم كردار ترسره كړو بل چا نه شو ترسره كولې۔ 12 ګوندونه ځان سره اخستل آسان نه دي۔ ده ووئيل اوس زمونږ د اقتدار وخت په بشپړ كېدو دے ٬ مونږ ټولو له به د اولس په خذمت كښې ح??ضرېدل وي هغوي به پرېكړه كوي۔ده ووئيل زمونږ په دور كښې تر ټولو لويه مسئله د آئي اېم اېف د پروګرام وه ٬ دا كومه د وياړ وړ خبره نه ده خو چې كوم صورت حال سره هېواد مخ وو په هغې كښې د شهبار شريف نه غېر بل چا آئي اېم اېف سره دا لوظنامه كولې نه شوه۔