اسلام آباد 25 ??ئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د شنګھائي ??رس??ي تنظيم (اېس سي او) خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې مې د ټولو سياسي ګوندونو په مشارت ګډون كړے، د اېس سي او په غونډه كښې ګډون ګټور ثا??ت شوے٬ په هند كښې مې د هند د بيانيې سخت ځواب وركړے ٬ پاكستان ترهګرۍ سره سخت ځپلے شوے٬ ترهګري د ګردې نړۍ٬ منطقې او د پاكستان هم مسئله ده٬ د شهيدې بېنظير بهټو زوي يم او د ترهګرۍ تر ټولو زيات ځپلے يم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه د كومې مشري چې د كمېټۍ چيېرمېن سينيټر فاروق اېچ نائيك كوله۔ په غونډه كښې ??ارجه سېكتر او نور چارواكي هم موجود وو۔ خارجه وزير ووئيل د شنګھائي ??رس??ي تنظيم نامه اغستو نه غېر زمونږ كوربه يو څو چارو باندې خبرې كړي٬ د شنګھائي ??رس??ي تنظيم د غونډې په مهال مې د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه شوي٬ ده ووئېل د اېس سي او غونډه كښې ?? پاكستان موقف ټولو ته وړاندې كړے شوے۔ ده ووئيل د ګوا تګ نه وړاندې مې دا پرېكړه كړې وه چې د هند خارجه وزير سره به ملاقات نه كوم۔ وزير خارجه ووئيل شنګھائي ??رس??ي تنظيم کثير الجهتي فورم دے او پاكستان ئې د كال 2017 نه غړے دے۔ ده ووئيل د اېس سي او د خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې ?? ګډون په مهال هند كښې ?? مسلمانانو او كشميريانو په ضد د پروپېګنډې د ځواب وركولو موقع ترلاسه شوې۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل پاکستان يو سوله ايز هېواد دے او په منطقه كښې ??من غواړي، د هندې بيانيې مې سخت ځواب وركړے۔ ده ووئيل د سعودي عرب او ايران ترمېنځه د اړيكو د بحالۍ هركلے كوٶ٬ ده ووئيل زه د يو پلېټ فارم د پرېښودو پلوي نه يم۔ ده ووئيل كه كمېټي اجازه وركړي نو زه د جي 20 په غونډه ان كېمره بريفنګ په ښه ډول وركولے شم۔ په دې مهال د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې ??ړو او اړوندو چارواكو ګډون كولو