اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د توان وفاقي وزير ا??جينئر خرم دس??ګير وئيلي دي پاکستان تند رفتارۍ سره اقتصادي پرمختګ پلو روان دے٬ د ماحول دوسته توان باوري كولو لپاره هڅې كوٶ ځكه چې د ماحول دوست توان ضرورت اوسنۍ پېړۍ ته په رامخې ته مسئلو كښې مهمه مسئله ده۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د يو اېس اېډ تر سېوري لاندې بېنكاك كښې ” فيوچر ا??رجي کنفرنس ايشيا” ته خپلې ??ېنا كښې وكړې۔ خرم دس??ګير ووئيل ماحول ته زيان رسوٶنكے اېندهن به مرحله وار ختمولے شي۔ ده ووئيل د ” نېشنل الېکټرسټي پاليسي 2021″ وژن د ځائي وسائلو په كارو??و د توان ضرورتونه ترسره كول دي‘ پاكستان د نمر ا?? سيلۍ څخه ترلاسه كېدونكې د توان پېداوار ته خاص پام لرنه كوي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د ماحول دوسته توان برخه د شپږ في??ده نه زياته شوې او د حكومت هدف تر 2030 دا برخه 60 فيصد ته رسول دي۔ ده ووئيل پاكستان تر كال 2030 د الېكټرك ګاډو استعمال تر 30 فيصد كولو اراده لري او تر كال 2030 د سكرو په درامد د بندېز لګولو هم اراده لري