اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) پاكستان د سعودی عرب او ایران ترمينځه س??ار??ی اړيكي معمول ته د راوستو هركلے كړے او د دې تاریخی لوظنامي په قوي كولو كښې ئې د چ??ن د زيرك قیادت ستائنه كړې ۔د خارجه دفتر وياندي ممتاز زهرا بلوچ د جمعي په ورځ پريس بریفنګ كښې ووئيل مونږ باور لرو چې دا س??ار??ی پیشرفت به په سيمه او دې څخه بهر امن او استحكام له مرستياله وګرځي۔دې ووئيل هيله لرو چې د سعودي او ایران ترمينځه س??ار??ی اړيكي به د معمول له مخې سيمه ايزه مرسته او همغږۍ له نمونه رامخې ته شي۔وياندي ووئيل خارجه سيكرټري ډاكټر اسد مجید خان دا مهال د چ??ن سره دوه اړخيزه سیاسی مشاورت په غرض د پاكستانی پلاوي مشري كولو له په بیجنګ كښې دے۔دې ووئيل خبرو اترو كښې د چ??ن پلاوي مشري نائب خارجه وزير سن ویډونګ كوي۔وياندي ووئيل ډلي به د دوه اړخيزه اړيكو ټولو څانګو او مهم سيمه ايز او نړيوال پیش رفت باندې د خيالاتو څرګندونه كوي۔خارجه سيكرټري د چ??ن سټیټ قونصلر او خارجه وزير كن ګینګ او سی آئی ډی سی اے چیئرمېن لو ړاو هوئی س??ه به هم ملاقات كوي، دغسې ډاكټر اسد مجید خان به د چ??ن د تعليم پوهه او تھنك ټینكس سره هم خبرې كوي۔