پېنډۍ ۔25دسمبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر عاصم منېر د كرسمس په موقعه مسيحي ورورولۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د پاكستان په كلتوري ٬ سماجي ٬ اقتصادي او قامي پرمختګ كښې د مسيحي ورورولۍ په شمول د ټولو اقليتونو خذمات م??ت لپا??ه د وياړ او قوت ذريعه ده۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منېر په سېنټ جوزف کېتھولک کېتھېډرل چرچ راولپنډی كښې كرسمس دستوره كښې ګ??ون وكړو۔ چرته چې هغه ته تود هركلے ووئيلے شو او دستوره كښې په ګډون كولو د هغه مننه وكړې شوه۔ په دې موقعه د پاك پوځ سرلښكر د ګرد هېواد مسيحي ورورولۍ ته د كرسمس مباركي وركولو سره په دې خبره زور راوړو چې کرسمس د خواخوږۍ او خې?? سګالۍ هغه آفاقي اقدار يادوي كوم چې زمونږ د متنوع ټول??ې طبقې يو بل سره تړي۔ ده ووئيل د پاكستان په كلتوري ٬ سماجي ٬ اقتصادي او قامي پرمختګ كښې د اقليتونو او مسيحي ورورولۍ د خذماتو ستائنه كوؤ كوم چې قام لپا??ه د وياړ او قوت ذريعه دي۔