اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان وئيلي دي بلوچستان د هېواد تر ټولو لويه صوبه ده او د هېواد د مجموعي زمكې 44 فیصد ده۔ بلوچستان كښې 70 فیصده سخته غرئيزه سيمه ده،دلته کاروبار کول د نورو صوبو په نسبت مشکل کار دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعي په ورځ كوئټه كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د بلوچستان ځائې انډسټري ته وده وركول غواړو دغسې چې ځائې وګړي پرمختګ وكړي او د هغوي د ژوند معيار ښ?? شي۔ده ووئيل د بلوچستان سختې غرئيزه سيمې په وجه دلته م??شتهكسانو ته کاروبار كښې مشکلات رامخې ته كېږي ځكه چې دلته موسم او سيمه د نورو صوبو څخه مختلف ده،د وزیراعظم په مشرۍ كښې کمېټي جوړه شوې كومه چې کاروباری كسانو او کاروبار زياتولو له كار كوي۔ده ووئيل د تجارت وزارت او ټډاپ هر ضلع كښې د کاروبار ودې لپاره كار كوي،دلته كه کاروباري كسان ګټه ترلاسه كړي نو ایکسپورټ به زيات شي۔ جام کمال ووئيل په هر ??ورم هڅي كوو چې کاروباري كسانو لپاره ښه ماحول پیدا کړ?? شي، بلوچستان يو ګيټ وے دے او وګړي دا مني هم، تر مينځني اسياﺀ او اروپا رسنه د بلوچستان س??ندری سيمو څخه ممكن ده۔ده ووئيل د بهر ??ېوادونو زياتي کمپنۍ دلته ټرابسپورټ ، لاجسټك او نورو څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره بلوچستان ته راځي،مونږ غواړو چې بهر ??ېوادونو څخه وګړي بلوچستان ته راشي او دلته بزنس ټو بزنس ملاقاتونه وكړي۔