اسلام آباد۔19اکتوبر(??ے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي چې د دروغو بيانيه جوړولې شي چې خلك تښتولې شي ٬ دا دې ووئيلې شي چې څوك تښتولې شوي دي٬ د آئيني بدلون مقصد د پارليمان سرلوړي په ځايې كول دي ٬ دا يو اهم بدلون دے څومره چې مشاورات او اتفاق رائے وشي دا به زياته ښه وي۔ ده د خالي په ورځ پارليم??ټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل آئيني بدلون لپاره شمېرې پوره دي ٬ يوه متفق?? مسوده وضعه كړې شوې ده٬ دا مو هڅه ده چې زيات نه زيات كسان د دې بدلونونو ملاتړ وكړي۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمن كومه لويه مطالبه نه ده كړې۔ د خبريال د پوښتنې ٬ چې آيا منصور علي شاه به راتلونكے چيف جسټس وي؟ خواجه آصف ووئيل دا به له بدلون څخه معلومه شي چې چيف جسټس به څوك وي۔ ده ووئيل بنيادي مقصد دا دے چې پارليمان ته سرلوړي ترلاسه شي او عدليه د خپلې دائرې دننه پاتې كېدو سره كار وكړي۔ ده ووئيل په لاهور كښې رامخې ته شوې پېښه يوه كيسۍ وه ٬ ټول خلق په كورونو كښې موجود دي په فون هم رابطې كولې شي۔ ده ووئيل زه د مېنګل احترام كوم او د هغه په اړه به كومه خبره نه كوم۔