اسلام آباد۔14ستمبر(اے پی پی) دوهم وزيراعظم ٬ خارجه وزير او په سينيټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي مثبت سوچ سره به مخ په ??ړاندې تلل او هېواد د پرمختګ په ??اره روانول وي٬ اپوزيشن دې هم په دې عمل كښې زمونږ ملګرتيا وكړي٬ كه شميره بشپړ شوه ترميم به راوړؤ۔ د خالي په ??رځ د مخالفې ډلې مشر سېنېټر شبلي فراز د اعتراض نكتې په ځواب كښې اسحاق ډار و??ئيل خصوصی كمېټۍ د پارليمان وقار بحالولو له جوړه كړې شوې ده٬ په ??مېټۍ كښې بايد د سينيټ غړي هم شامل كړې شي٬ په ??ړۍ كښې د آئيني عدالت نظام نوے نه دے ٬ په ??ېواد كښې آئيني عدالت رامخې ته كول ضروري دي٬ كه شمېره بشپړه شوه ترميم به راوړؤ۔ ده ووئيل مونږ بايد د اصولو سياست ترك نه كړؤ۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف په دور كښې يوازې په ??يم ساعت كښې 22 ترميمونه وكړې شول كوم چې په 18م ترميم كښې نه وو شوې اوس مونږ د هغې د كولو هڅه كوؤ۔ د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذیر تارړ ووئيل په دې معامله ??و اپيل لګولې شوې دې ٬ څوك چې پارټي لائن كراس كړي په دې رېفرنس لېږو چې هغه دې نااهله ??ړې شي۔ سپريم كورټ وئيلي چې په 63 اے كښې وضاحت او تشريح كوؤ چې ووټ وكاروي هغه به شمېرلې نه شي او دې به نااهل كولې هم شي٬ چې ووټ يۍ شمېرلې نه شي نو سزا د كومې خبرې؟ سېنېټر اېمل ولي خان ووئيل په اولسي ګټه كښې قانون سازي د پارليمان حق دے٬ د اتم ترمينم له ??خې اختيارات بايد صوبو ته منتقل كړې شي۔ شبلي فراز ووئيل نن جې كوم مقصد لپاره غونډه رابللې شوې ده هغه د ټولو وړاندے دے۔ د قانون سازۍ استحقاق دا ايوان لري۔ د دې ايوان غړي چې كله خپله ذمه واري ترسره كوي په ??ياړؤ خو قانون سازي دې د اولس په ګټه وكړې شي۔