پينډۍ 16 جولائي (اے پي پي) په بنوں چھاؤڼۍ د ترهه ګرو بريد كښې 8 امنيتي اهلكار شهيدان شوې ، امنيتي ځواكونو په وخت او موثره كارروائي كولو سره د ترهه ګرو چھاؤڼۍ ته د داخليدو هڅه شنډه كړه او ټول 10 ترهه ګر ووژلې شول۔د ??اك پوځ د اولسې اړيكو څانګې ( آئي اېس پي آر) د اړڅه د نهې په ورځ جاري شوې پرېس ريليز له مخې په 15 جولائي سهار په 10 ترهه ګرو مشتمل يوې ډلې په بنوں چھاؤڼۍ بريد وكړو، امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو چھاؤڼۍ ته د داخليدو هڅه په ښه ډول ناكامه كړه، دې نه پس ترهه ګرو د چاؤد??دو??كو توكو څخه ډك ګاړې د چھاؤڼۍ د ديوال سره په ټكر كړو۔د ځانمرګي چاؤدنې په نتيجه كښې د ديوال څه برخه راپريوته او شا او خوا انفراسټركچر ته زيان ورسيد،چې په نتيجه كښې ئې 8 بهادر ځوانان شهيدان شوې۔ شهيدانو كښې نائب صوبيدار محمد شهزاد (عمر 44 كاله، د ضلع پونچھ اوس??دو??كې، آز??د جمو او كشمير)، حوالدار ضلال حسين (عمر 39 كاله، د ضلع خوشاب اوس??دو??كې)، حوالدار شهزاد احمد (عمر 28 كاله، د ضلع نيلم، آز??د جمو او كشمير اوس??دو??كې)، سپاهي اشفاق حسين خان (عمر 30 كاله، د ضلع مظفر آباد ، آز??د جمو او كشمير اوس??دو??كې )، سپاهي سبحان مجيد (عمر 22 كاله، د ضلع مظفر آباد،آز??د جمو او كشمير اوس??دو??كې)، سپاهي امتياز خان (عمر 30 كاله،د ضلع كرك اوس??دو??كې)، سپاهي ارسلان اسلم (عمر 26 كاله، د ضلع بهاولپور اوس??دو??كې) او د فرنټيئر كانسټيبلري لانس نائيك سبز علي (عمر 34 كاله، د لكي مروت اوس??دو??كې) شامل دي۔د آئي اېس پي آر له مخې ېدې نه پس د پاك پوځ ډلو په ښه ډول د ترهه ګرو مقابله وكړه چې په نتيجه كښې ئې ټول 10 واړه ترهه ګر ووژلې شول۔ امنيتي ځواكونو په وخت او كوټلې ځواب سره كوم لوئ زيان نه دې شوے۔د امنيتي ځواكونو بهادرۍ او په ښه ډول كارروائي كول د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د عزم ښكاره ثبوت دے۔په دې كاروائي كښې د ككړو ترهه ګرو تعلق د حافظ ګل بهادر ګروپ سره دے،كوم چې د افغانستان څخه كار كوي او تير وخت كښې ئې هم په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ كارروائيو لپاره د افغانستان خاوره كارولې ده۔ پاكستان د افغانستان عبوري حكومت سره پرله پسې د خپلو تحفظاتو څرګندونه كړې او غوښتنه ئې كړې چې د ترهه ګرو د اړخه د افغانستان خاوره پرله پسې استعمال مخنيوې وكړي او د دې ډول عناصرو په ضد كوټلې كارروائي وكړي۔د ??اكستان وسله وال ځواكونه د ترهه ګرۍ دې لعنت په ضد به د هېواد او اولس دفاع كوي او د افغانستان څخه راتلونكې دې خطرو په ضد به مناسب ټول ضروري اقدامات كوي۔