اسلام آباد 21 مارچ (اے پي پي)د خارجه دفتر وياندې ??متاز زهره بلوچ وئېلي دي پاكس??ن افغانستان ته څو ځله جامع شواهد وركړي او دا غوښتنه ئې كړې چې په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې د ككړو ترهه ګرو تنظيمونو په ضد كاروائي وكړئ ٬پاكستان د مارچ په 18مه نېټه په افغانستان كښې د ترهه ګرو اډې په نخښه كړي۔د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې دې ??وئيل د افغانستان د خپلواكۍ احترام كوو٬افغانستان سره د خبرو اترو د لارې مسئلې حل كول غواړو۔وياندې ??وئيل په افغانستان كښې د ترهه ګرو په ضد ټارګټډ عمليات شوي٬وياندې ??ه فلسطين كښې د اسرائيلي پوځ جارحانه كاروائيو په خاص توګه د غزه په شفاﺀ روغتون د اوسني بريد غندنه كړې چې پكښې د رپورټس له مخې په لويه شمېره كښې بې ګناه ماشوم??ن او د مېرمنو پشمول عام وګړي په حق رسېدلې۔دې ??وئيل بې ګناه كس??ن او آبادي په نخښه كول د جنګي جرائمو په زمره كښې راځي۔د خارجه دفتر وياندې ??وئيل په جمو كشمير كښې د بشري حقونو روانو خلاف ورزو هم سخته غندنه كوو۔دې ??وئيل د تېرو دريو مياشتو په مهال هند مقبوضه كشمير كښې په 14 سياسي ګوندونو بندېز لګولے ۔وياندې ??وئيل په مقبوضه كشمير كښې د رائے اظهار په آزادۍ د بندېز غندنه كوو٬د كشمير په سياسي ګوندونو بندېز لګول د غندنې وړ دے??د كشمير په اړه د هندي مشرانو اوسنې بيانونه رد كولو سره وياندې ??وئيل جمو كشمير يوه متنازعه سيمه ده د كومې حل چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو د لارې ممكن دے۔