اسلام آباد 19مارچ (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د كويت سره اړيكو لا مستحكمولو لپاره تجارت او سرماي?? كارۍ ته پام لرنې كولو سره هغه سره په ګډه د كار كولو خوښي څرګنده كړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د 10 ارب ډالرو په 7 لوظ نامو عملدرآمد باوري كولو لپاره ئې د ډلو په جامع هڅو زور راوړو ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره پاكستان كښې د كويت سفير ناصر عبدالرحمان جاسر المطیری ملاقات وكړو ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل پاكستان كويت سره خپلو تاريخي او ژورو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده د كويت امير شېخ مشعل الاحمد الجابر الصباح پشمول د كويت مشرتابه لخوا په بيا ټاكلے كېدو پېغام او د نيكو هيلو او مباركۍ مننه و??ړه۔دغسې وزيراعظم تجارت او سرماي?? كارۍ ته د پام لرنې كولو سره دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره هغه سره په ګډه د كار كولو خواهش څرګنده كړو ۔ده د كويت امير ته زر تر زره د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔وزيراعظم د اطمينان څرګندونه كولو سره و??ئيل نومبر 2023 كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د 10 ارب ډالرو 7 لوظ نامې لاس ليك شوي چې پكښې د غذائي تحفظ٬ټېكنالوجي٬هائيډل پاور٬كان كيندونكي او معدنيات٬د اوبو رسنې او مينګروو بحالۍ پشمول متنوع څانګې شامل دي ??ده په لوظ نامو زر تر زره عملدرآمد باوري كولو لپاره دواړو خوا په هلو ځلو زور راوړو۔په دې لړ كښې ده د خاص سرماي?? كارۍ آسانيو كونسل(اېس آئي اېف سي)په كردار زور راوړو كوم چې په پاكستان كښې غېر ملكي سرماي?? كار راغب كولو لپاره يو قوي او موثر طريق?? كار وركوي۔د كويت سفير په دې سخت وخت كښې د كويت په ملاتړ د پاكستان مننه و??ړه۔سفير 91-1990 بحران په مهال د كويت آزادۍ او خپلواكۍ لپاره په بشپړه اولسي ملاتړ د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د زړه نه مننه و??ړه۔ده د كورونا وبائي رنځ په مهال د كويت سره د پاكستان د ملاتړ هم مننه و??ړه۔سفير پاكستان سره د نزدې اړيكو جوړولو لپاره د كويت د قوي عزم پخلے وكړو۔دغسې وزيراعظم د پاكستان او كويت ترمينځه قوي اړيكو له د ودې وركولو په اړه د هغه د كردار ستائنه و??ړه۔