اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي اوس داسې حالات نه دي رامخې ته چې د ټول ټاكنو په نيټه كښې بدلون وكړے شي٬ د الېکشن د نيټې ??عل??ن نه پس چا ته د الېكشن په كولو شك نه دے كول پكار ٬ د الېكشن كمېشن د ټاكنو تابيا پحقله د سكيورټي پشمول ټول ضرورتونه به ترسره كوٶ۔ د ګل په ورځ نجي ټي وي سره په مركه كښې ده ووئيل د الېکشن د نيټې ??عل??ن نه پس چا ته د الېكشن په كولو شك نه دے پكار ، وړومبې وئيلے شول چې د دوي په نيت كښې فرق دے ځكه د الېكشن نيټه نه ??عل??نوي٬ اوس چې په اتفاق سره 8 فروري باندې د ټاكنو نيټه ??عل??ن كړې شوه نو شك پاتي نه دے ۔ ده ووئيل ټول ټاكنې الېكشن كمېشن له كول دي څه چې د ھغوي ضرورت وي ھغه به ترسره كوٶ۔ ده ووئيل د كمېشن لخوا ټاكنو لپاره 42 اربه روپۍ بجټ غوښتے شوے ٶ ٬ په وړومبي پړاٶ كښې لس اربه روپۍ وركړې شوي٬ بيا ووئيل شول چې 17 اربه 40 ك??وړ?? دې راكړې شي دغسې د خزانې وزارت نه الېكشن كمشن ته 27 اربه 40 ك??وړ?? روپۍ وركړې شوي او پاتې به د ضرورت په وخت وركولې شي، ده ووئېل الېکشن کميشن سره به د امنيت پشمول هره مرسته كوٶ۔ په بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د امنيتي اندېښنو او د ډنډورو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا مهال داسې حالات نه دي رامخې ته چې مونږ په وسوسو يا په بل سوچ اموخته شو، نه د يوې ادارې لخوا څه داسې خبره شوې ۔ ده ووئيل د سكيورټي حالات وړاندې هم وٶ اوس هم دي٬ د كال 2008 او د كال 2018 د الېكشن حالات د ??ول?? په وړاندې دي۔ ده ووئيل اوس داسې حالات نه دي چې د ټاكنو په نيټه كښې بدلون وكړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بلاول بهټو نه تاسو خپله پوښتنه وكړې چې ھغه ته چا وئيلي چې په صوبه كښې د وزارت اعلٰې د كانديد نامه فائنل شوې، زمونږ په حساب سره په څلورو واړو صوبو كښې ??ول??انكې كېدل دي او په دې كښې به ټول رجسټرډ سياسي ګوندونه په آزادۍ سره برخه اخلي او هر سياسي ګوند ته د سياسي هلو ځلو اجازه ده ۔ ده يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووېيل بلاول بھټو به اطلاع لري چې نواز شريف په څلورم ځل وزيراعظم جوړېدونكے دے٬ مونږ ته خو داسې كومه اطلاع نه د راغلې۔ ده ووئيل راتلونكے وزيراعظم به څوك وي د دې پرېكړه به د راتلونكېو??ول??اكنو نتيجي كوي