كراچۍ۔ 22 نومبر (اے پی پی) د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير انيق احمد وئيلي دي حكومت د حاجيانو آسانيو له د موبائل اېپلي كېشن اجراﺀ سره سره د حج خرڅونو كمولو هڅه هم كوي۔ دا خبره ده د شورؤ په ورځ په حاجي كېمپ كراچۍ كښې د آسانيو معائنه كولو څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ د دورې په موقع د حاجي كېمپ ودانۍ په اړه ده ووئيل حج د اسلام يو مهم ركن دے ?? په دې ودانۍ كښې حاجيانو ته تربيه او آسانۍ وركولې شي نو ځكه دا بايد اپ ګرېډ كړې شي۔ ده ووئيل حكومت به ټولو حاجيانو ته د 30 كلو ګرام سوټ كېس ويړيا وركوي٬ دغسې حج له تلونكو ټولو مېرمنو له به د پاكستاني بېرغ لوګو لرونكې عبايا وركولې شي په كومو به چې دوي پېژندلې او دوي به د هېواد نمائندګي كولې شي۔ ده دا اع??ان هم وكړو چې د آئي ټي وزارت په مرسته يو موبائل اېپلی کېشن شروع كړے شي كوم به چې د حاجيانو صاحبانو د حج درخواست اندراج څخه تر حج بشپړېدو او هېواد ته رارسېدو پورې د دوي لارښوونه كوي۔ ده دا اع??ان هم وكړو چې كوم كسان 20-22 ورځې پاتې كې??ي نو په هغوي به د عام رېټ په مقاب?? كښې كم چارجز لګولې شي۔ په روډ ټو مکه سهولت خپلو خبرو كښې ده ووئيل په اسلام آباد كښې د امیګرېشن آساني مونږ ته ترلاسه وه كومه چې تر كراچي ريجن پراخه كړې شوې او ډېر زر به په لاهور ٬ پېښور او كوئټه كښې هم دا سهولت وركړے شي۔